د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ډېرېدو غوښتنه


د منځني ختیځ لپاره د امریکایي ځواکونو قوماندان د پنجشنبې په روځ خبرداری ورکړ چې امریکا افغانستان کې د طالب وسله‎والو د ماتولو لپاره نورو ځواکونو ته اړتیا لري.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې دی د افغانستان جګړې د په ټپه ولاړ حالت د ماتولو لپاره پر یوې نوي سټراټیژۍ کار کوي.

جنرال ووټل وایي، باور یې دا دی چې تازه دمي ځواکونه به افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت اغېز ډېر کړي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د پرمختګ پر یوې سټراټیژۍ کار کوو . په دې اړه اوس مهال له دفاع وزیر سره بحثونه لرو. زه او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن خپل تر ټولو ښه وړاندیزونه دفاع وزیر ته ورکوو . موږ د پرمختګ په انتظار یو. زه باوري یم چې په‎دې سټراټیژۍ کې به افغانستان ته د نورو تازه دمه سرتېرو لېږل شامل وي، څو افغان ځواکونو ته د سلا مشورو او مرستې ماموریت لا نور اغېزمن کړي."

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت وایي، دغه هېواد په کورنۍ جګړې کې ښکیل نه ‎دی بلکه د دوی په خبره له نړیوال ترهګرۍ سره مخامخ دی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري مشال راډیو ته وویل، هر هغه اقدام چې د ترهګرۍ په وړاندي مبارزې او افغانستان کې د جګړې د ختمېدو برخه کې کېږي، دوی یې هرکلی کوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

جنرال وزیري د افغان ځواکونو پر لاپیاوړي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل:

"زموږ پالیسي او دریځ دا دی چې افغانستان کې جګړه د ترهګرۍ په وړاندې ده. افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی. د امریکا متحده ایالات او ناټو او هم هغه هېوادونه چې له ترورېزمه اغېزمن دي، باید له افغانستان سره مرسته وکړي څو د دغه هېواد جګړه ختمه شي."

امریکایي ځواکونه له ۱۶کلونو راهیسې افغانستان کې حضور لري او د افغانستان جګړه د امریکا تاریخ کې تر ټولو اوږد مهاله بهرنۍ جګړه بلل کېږي.

افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن هم تېره میاشت افغانستان ته د نورو سرتېرو د اړتیا خبره کړې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تراوسه د افغانستان د جګړې په اړه کومه مفصله سټراټیژي نه‎ده وړاندې کړې، خو د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال یې افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د حضور د دوام ملاتړ ښودلی وو.

د ناټو ائتلاف دا مهال افغانستان کې ۱۳۳۰۰ پوځیان لري چې شاوخوا نیمایي یې امریکایي ځواکونه دي.

د افغانستان ملي پوځ او پولیس د دغه هېواد د جګړو مشري په‎خپله کوي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG