د لاسرسي ځای

تازه خبر

ذکریا: له افغانستان سره پوله مو د امنیتي اندېښنو له وجې تړلې


د پاکستان او افغانستان تر مينځه تورخم او چمن پولې د شلو نه زياتو ورځو راهسې بندې دي خو پاکستان ويلي چې دا ګامونه يې د امنيتي حالاتو له کبله پورته کړي دي چې دا شان د وسله والو په تګ راتګ او ترهه ګرۍ قابوومومي.پاکستان وايي چې د دواړو هېوادونو په پولو د ساتني نظام د دواړو هېوادونو په ګټه دی د څه لپاره چې په ګډه سره د کار کولو ضرورت دی.

د زيارت په ورځ د معمول خبري غونډې پرمهال د پاکستان د خارجه چارو دفتر وياند نفيس ذکريا وويل چې د وسله والو ډلو لخوا په پاکستان کې د ترهګرۍ کولو دړکې په باقاعده توګه مېلاو شوي او دغه ډلو په پاکستان کې د بېلا بېلو پېښو ذمه وارۍ هم قبولې کړې دي.

((د پاکستان افغانستان پوله د امنيتي صورتحال له وجې بنده کړې شول ده، دا خبره هم مهمه ده چې له دې سره به په معاشي توګه نقصان کېږي خو د پولې بلې غاړې نه چې کومې حملې کېږي د هغې نه خپل ولس ساتل او د ملک امن وړومبۍ ترجېح ده. بارډر مېنجمنټ ښه کول تر ټولو مهم دی چې دا شان د پولې دواړو خوا ته په ترهګرۍ او د وسله والو په تګ راتګ قابو وموندل شي د څه له وجې چې د دواړو هېوادونو ولس ځپل کېږي.))

د وياند تر مخه په دا ورستيو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې وشوې چې پکې په سلګونو عام خلک ووژل شو. په افغانستان کې پټو وسله والو ډلونه يواځې عام ولس بلکې مسلسل د پاکستان پوځ هم په نښه کړی.

نفيس ذکريا زياته کړه چې د پولې ساتنې نظام د دواړو خوا ولس او د هېوادونو په ګټه دی د څه لپاره چې وخت په وخت له افغان حکومت سره د پاکستان خبرې روانې وي.

خو د پولې د بندیز په اړه د سيمه ايزو چارو کار پوه او خبريال ظاهر خان وايي چې په دواړو هېوادونو کې د ترهګرۍ مخنيوي حل پولې بندول نه دي او نه به په يو بل د تورونو لګولو او د يو بل پرضد د بيانونو ورکولو وخت دی بلکې دواړو هېوادونو له به په يو مېز کېناستل وي او د مسلو حل به راويستل وي.

د نوموړي په وېنا چې پاکستان او افغانستان که په خپلو کې خپلې مسلې نه حل کوي او په نړيواله کچه يا ملګرو ملتونو د لارې اواز اوچتوي نو دې سره به د دواړو هېوادونو مسلې نورې هم زياتې شي او د ټولو زيات زيان به يې ولس ته رسي.

(( دواړو خوا بې ګناه او عام خلک وژل کېږي بيانونو سره مسلې نورې هم کړکېچنې شي او چې کله له دواړو خوا تورونه لګول شروع شي نوبيا خپلمينځي اعتماد ته نقصان رسي او بيا کلک يو بل سره کېني نه.ښه به دا وي چې دواړه ملکونه په خپلو کې کېني، خپلو اندېښنو ته پام وکړي او په يو مثبته توګه د هغې حل ځکه راوباسي چې پاکستان او افغانستان دا وخت له يو ډېر زيات مشکل سره مخامخ دي او دا مشکل نور هم رو په رو پېچېده کېږي.))

طاهر خان زياته کړه چې اوسنيو حالاتو کې يو ځل بيا د افغانستان سولې عمل روانول پکار دی او د دې لپاره د خپلمينځي اتفاق ضرورت دی.

د فرورۍ مياشت کې د پاکستان په ټولو غټو ښارونو کې ترهه ګر حملو او ځان مرګيو بريدونووروستو پاکستان له افغانستان سره شريکې ټولې پولې وتړلې.په 7 او 8 مارچ د ولس اسانتيا لپاره ويزه لرونکيو او رجسټرډ خلکو ته د دوو ورځو لپارهد چمن او تورخم بندرونه پرانستل شوې.

XS
SM
MD
LG