د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په سعودي عرب کې پوليسو پاکستاني نرښځي نه دي وژلي”


د پاکستان د بهرینو چارو وزارت وايي،چې په سعودي عرب کې د پوليسو له خوا د نرښځيانو د نيولو او د تشدد وروستو د وژنې خبرونه رښتيا نه دي بلکې هلته يو پاکستانی نرښځی د زړه د دورې له کبله مړ شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ د معمول خبري غونډې ته وينا پرمهال د خارجه دفتر وياند نفيس زکريا وويل چې په سعودي عرب کې د ځايي قانون د ماتولو په تور يو شمېر کسان نيول شوي وو چې پکې دوه نرښځيان هم شامل وو خو اوس په دغه نيول شوو کې زياتره خوشي کړل شوي دي.

((دوه نه بلکې يو نرښځی مړ شوی دی. د هغه مرګ د کوم تشدد د لارې نه دی شوی بلکې د هغه په طبي راپور "ميډيکل راپور" کې ويل شوي چې زړه يې بند شوی وو. بله دا چې د دغه تن د وړاندې نه هم د دې رنځ مريض وو))

د عربۍ ژبې يوې خبري ويبپاڼې "سبق" د فبرورۍ پر ۲۶مه دا خبر خپور کړی وو چې په رياض کې ۳۵ داسې پاکستاني نارينه نيول شوي چې د زنانوو جامې يې اچولې وې او ځان له يې محفل جوړ کړی وو.

د دې خبر خپرېدو وروستو په بېلا بېلو رسنيو دا خبرونه راغلي وو چې په دغه ۳۵ کسانو کې دوه د پوليسو د تشدد له کبله مړه شوي ولې په سرکاري توګه د پاکستان يا سعودي حکومتونو له خوا د دې خبرې پخلی نه وو شوی.

په پېښور کې د نرښځيانو د حقونو لپاره کارکوونکی قمرنسيم وايي چې اوس هم پينځه نرښځي د رياض په عزيزيه جېل کې بنديوان دي او هغوي ته بېلا بېلي جرمانې اورول شوي دي.

د مړ شوي نرښځي په اړه قمرنسيم زياته کړه چې د هغه مړی به د خالي په ورځ پاکستان ته راځي نو د هغې وروستو به کتل کېږي چې په اصل کې د وژنې وجه څه وه خو تر دې دمه چې د دوی په سعودي عرب کې مېشت خواجه سراو سره خبرې شوي دي نو هغوي وايي چې په دغه مړ شوي تن تشدد شوی دی.

د قمر نسيم په وينا چې دلته ورسره کومه داسې ذريعه نشته چې د تشدد پخلی وکړي يا يې رد کړي خو د نارينوو لپاره د زنانوو جامې اچول په سعودي کې يو جرم دی. تېر کال هم يو شمير نرښځي په دې جرم کې نيول شوي وو او د جرمانو سزاګانو وروستو خوشي کړی شوي وو.

رويټرز خبري ادارې د مارچ پر شپږمه نېټه ليکلي وو چې د سعودي عرب د کورنيو چارو وزارت د پوليسو په ولقه کې د کوم نرښځي د وژنې يا د تشدد خبرونه رد کړي دي او ويلي يې دي چې ۳۵ کسان نيول شوي وو چې پکې ۶۱ کلن تن د زړه د دورې له کبله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG