د پاکستان پوځ وايي، پنځه تنه وسلهوال یې چې د دوی په وینا د ترهګرو مهم غړي وو او پر پوځ او امنیتي ځواکونو په بریدونو کې یې لاس درلود، اعدام کړل.
پوځ وايي، د پاکستاني طالبانو دا پنځه غړي یې چارشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا د کوهاټ په جیل کې په دار وځړول.
د پاکستان په ترهګریو پېښو کې د مشکوکو کسانو پوځي محاکمې ته د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې د دوو کلونو لپاره په دې خاطر قانوني اجازه ورکړای شوه چې ملکي محکمې د دوسیو په څېړلو کې ډېر ورو عمل کوي او ډېر قاضیان بېرېږي چې انتقامي برید به پرې وشي.
پوځي محکمې د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې د پېښور پر پوځي ښوونځي له خونړۍ حملې وروسته جوړې شوې.
د پېښور د پوځي ښوونځي په برید کې ۱۴۷ تنه ووژل شول.