د لاسرسي ځای

عبدالله: دښمن ته ماتې ورکول د افغانانو په یووالي کې ده


عبدالله عبدالله چې د چارشنبې په ورځ يې په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم د درېیم تلین غونډې ته وینا کوله وویل چې د دښمن د له منځه وړلو لپاره د عدالت ټینګښت او د یووالي موجودیت مهم دی.

هغه وویل دا یووالی هغه وخت راتلای شي چې بې عدالتي له منځه لاړه شي او افغانان یو بل وزغمي.

نوموړي زیاته کړه:"ملي وحدت او د افغانستان د خلکو تر منځ یووالی د افغانستان دښمنانو ته یوازینی ځواب دی، خو دا وحدت هېڅ وخت نه شي ټینګېدای چې دلته بې عدالتي، تبیعض او حق تلفی موجوده وي."

عبدالله وویل دښمن هغه وخت کولای شي خپل اهدفو ته ورسېږی چې افغانان بې اتفاقه و اوسی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو ورځو کې د پایتخت کابل په ګډون د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

کابل په تېرو څو ورځو کې د بېلابېلو خونړیو پېښو شاهد وو چې لسکونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله ورسېدله.

په ورته وخت کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي چې په یاده غونډه کې يې وینا کوله یو وار بیا له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی.

نوموړي زیاته کړه:

"خدای دې د افغانستان دښمنانانو ته ماتې ورکړي، خدای دې اصلاح کړي چې د افغانستان خلک له دې رنځ او عذابه خلاص شي."

افغان چارواکي په داسې حال کې د وسله والو مخالفینو په اړه دا څرګندونې کوي چې همدا اوس د دغه هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه دوسله والومخالفینو د بریدونو، انتحاري حملو او وسله والو نښتو راپورونه ورکول کېږي.

په هلمند، ارزګان، بغلان، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې وسله والو مخالفینو خپلو جنګ جګړو ته زور ورکړی.

د دې ترڅنګ په ختیځو ولایتونو ننګرهار کونړ او لغمان کې وروستي امنیتي حالت هم د اندیښنې وړ دي.

راپور: اکرام الله اکرام

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG