د لاسرسي ځای

تازه خبر

جميعت علماء اسلام د فاټا اصلاحاتو منظورولو پرضد جرګه رابللې


جميعت علماء اسلام ف ډلې د روانې مارچ مياشتې پر يولسمه نېټه د قبايلي سيمو لپاره د اصلاحاتو منظورېدو پرضد په پېښور کې يوه جرګه رابللې چې پکې به د فاټا مشران، سياسي غړي او د ژوند له بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونکي قبايلي وګړي ګډون کوي.

د جميعت علماء اسلام ف ډلې د خیبر پښتونخوا وياند جليل جان مشال راډيو ته وويل چې د دوی ګوند د قبايلي اصلاحاتي راپور او د هغې له منظورېدو مطمينه نه دي او غواړي چې د قبايلي سيمو د راتلونکې فيصله دې د فاټا ولس وکړي نو ځکه يې دا جرګه رابللې ده.

د نوموړي وينا وه چې ګوند يې نه خو د انضمام پرضد دی او نه د کومې بېلې صوبې غوښتنه کوي خو د قبايلي اصلاحاتي کمېټۍ لخوا وړاندې کړل شوې راپور یو داسې چا جوړ کړی چې د قبايلو نمايندګي نه کوي نو هغوی دا حق نه لري چې د فاټا د راتلونکې فیصله وکړي.

د ذکر ده چې د تېر زيارت پر ورځ د پاکستان وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ د وفاقي کابينې په غونډه کې د فاټا اصلاحاتو منظوري ورکړل شوه خو د حکومت اتحادي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان رد کړ او وينا يې وه چې وزیراعظم په اصلاحاتو کې د هغه دریځ په نه شاملولو ورسره دوکه کړې ده.

خو د حکمران ګوند مسلم ليګ ن له باجوړ ايجنسۍ منتخب پارلېماني استازی شهاب الدين وايي چې په دې اصلاحاتو په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې تر بحث وروستو د وفاقي کابينې لخوا منظوري ورکړل شوه نو جميعت علماء اسلام ته د دې فیصلې احترام کول پکار دی.

د نوموي وينا وه چې جميعت علماء اسلام په فاټا کې خپل ګوند مضبوطولو او دا خلک له ځانه سره شاملولو لپاره دا هلې ځلې کوي خو مولانا صېب ته له دې ډډه کول پکار دي او دا د رياست هم ذمه واري جوړېږي چې مخنيوی یې وکړي.

د يادونې ده چې په قبايلي سيمو کې اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف ۲۰۱۵ کال کې د سرتاج عزيز په مشرۍ پنځه کسيزه کميټې جوړه کړې وه او يادې کمېټۍ د قبايلي سيمو له دورو ورسته خپلو تيار کړل شویو سپارښتنو کې ويلي وو چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره توګه په خيبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.

خو جميعت علماء اسلام ف ډلې او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ په سپارشاتو اندېښنه ښودلې وه او ويلي يې ول چې د فاټا د راتلونکې فیصله دې د یوې ټولپوښتنې (ریفرېنډم) له لارې وکړل شي.

په قبايلي چارو نظر لرونکې شاه زمان وايي چې د قبايلي سيمو نه منتخب يو شمير پارلماني استازو پشمول د ملک زياتره ګوندونو دا غوښتل چې حکومت دې د اصلاحاتو منظوري ورکړي نو جميعت علماء اسلام له پکار دي چې د منظورۍ ورستو په دې د اندېښنو څرګندولو پر ځای د دې په عملي کولو کې خپل کردار ولوبوي.

دا دې هم ياده وي چې له دې وړاندې هم د فاټا اصلاحاتو په پحقله دوه جرګې شوې دي چې پکې يوه د جنورۍ په دېرشمه پښتونخوا ملي عوامي ګوند او دويمه د فبرورۍ په شپږمه د فاټا پارلېماني استازیو رابللې وه.

XS
SM
MD
LG