د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ژغورنې لپاره یو مرکز جوړ شو


د بې پولې خبریالانو ټولنې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ژغورنې لپاره یو مرکز جوړ کړی دی.

افغانستان د ښځینه خبریالانو لپاره له شامه وروسته په نړۍ کې دویم خطرناک هیواد ګڼل شوی دی.

د پرانستل شوي مرکز هدف دا دی چې د کار پر وخت د ښځینه خبریالانو لپاره د ښو کاري شرایطو او حقونو لپاره هلي ځلي وکړي او د توپیري چلن پر ضد مبارزه وکړي.

د یاد مرکز مشرې فریدې نیکزاد ویلي ، دوی به د دې فکر بدلولو لپاره هم کار کوي چې ګواکي خبریالي د مېرمنو کار نه دی.

نوموړې زیاته کړې چې د دوی مرکز به په جنګي سیمو او هغو خبري سازمانونو کې د مېرمنو د حقونو ملاتړ کوي د کوم لپاره چې هغوی کار کوي.

نوي پرانستل شوي مرکز ویلي چې په افغانستان کې له ۲۰۰۲م کاله راهیسې څلور ښځینه خبریالانې له هم دې د امله خپلوانو وژلې دي او دیارلس بیا له ۲۰۰۱ لومړي کاله راهیسې له کورنیو بهر خلکو وژلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG