د لاسرسي ځای

"په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی"


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي ، په هیواد کې د ښځو په وړاندې په تاوتریخوالي کې زیاتوالی راغلی دی.

د دې کمیسیون یوې کمیشنرې ثریا صبحرنګ مشال راډیو ته وویل چې د تېر کال پرتله سږ کال دا تاوتریخوالی په سلو کې اته برخې زیات شوی دی.

نوموړي وویل چې له کمیسیون سره تر اوسه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۷۵ پېښې ثبت شوې دي.

(( په دغو ارقاموکې چې موږ یې لرو، په سلو کې نوي برخې تاوتریخوالی کورنی تاوتریخوالی دی، هغه چې په کورنیو کې د ننه ترسره کیږي. د دې پېښو عوامل په سلو کې اته شپېته برخې د کورنیو میړونه دي.))

په افغانستان کې هم نن د چارشنبې په ورځ د نورې نړۍ غوندې د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG