د لاسرسي ځای

تازه خبر
د پښتونخوا نومیالۍ
مشال راډیو د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو هغه یو څو ښځې درپېژني چې په خپل زیار او مبارزه یې بریاوې ترلاسه کړي، نومیالۍ شوې دي. دا هغه ښځې دي چې په ټولنه کې د مثبت بدلون او د ښځو د حقونو خونديتوب لپاره یې مشکلات ګاللي او ان د مرګ له ګواښ سره مخامخ شوې دي، خو خپل فعالیت یې نه دی پريښی.

لاندې د دوی لنډه پېژندګلوي، یوه وینا او انځور ورکړل شوی.
ملاله یوسفزۍ
د تعلیم مبارزه ملاله یوسفزۍ پر ۲۰۱۲ز کال د وسله والو په برید کې ژوبله شوې وه. پر ۲۰۱۴ز کال نوموړې ته د سولې نوبېل انعام ورکړل شو.
په نړۍ کې شاوخوا ۶۶ میلیونه نجونه ښوونځي ته نه ځي. دا مو مجبوروي چې دا خبره وکړو چې د نړۍ یو مشر به هم و نه غواړي چې د هغه لور دې له سکوله بې برخې وي. نو ولې دې د نړۍ ماشومان له پامه وغورځول شي؟
بشرا ګوهر
د صوابۍ بشرا ګوهر د عوامي نیشنل ګوند یوه مشره او د بشري حقونو مبارزه ده.
د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت قبایلي ښځو ته د نویو منظورو شویو اصلاحاتو مبارکي وایم او تر هغو چې د اصلاحاتو [په بهیر] کې ښځې نه وي، بدلون نشي راتللای.
تبسم عدنان
تبسم عدنان د سوات ده چې ورته د ښځو د حقونو لپاره د کار په بدل کې، په امریکا کې د زړورې ښځې او د هالینډ حکومت ورته د نېلسن منډېلا جایزې ورکړې.
د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت دې حکومتونه ښځو ته د تر ټولو غوره ډالۍ د هغوی د حقونو خوندیتوب په باوري کولو ورکړي.
شاهده شاه
د نوښار شاهده شاه د تکړه قبایلي خویندو تنظیم یوه مخکښه او د بشري حقونو فعاله ده.
پښتنې ښځې د کور له نغري واخله تر کډوالۍ ژونده، پر هر کچ اغېزمنې شوې دي، خو خپل همت یې نه دی بایللی.
شاد بېګم
شاد بېګم د خیبر پښتونخوا د دیر ده. نوموړې ته پر ۲۰۱۲ز کال د ښځو حقونو او پرمختیا لپاره د کار کولو په بدل کې په امریکا کې د زړورې ښځې جایزه ورکړل شوه.
د ښځو د نړیوالې ورځې یوه ښه خبره دا ده چې ښځې او په ځانګړي ډول پښتنې خپل مشکلات نړۍ ته وښيي. پر دې ورځ ښځو ته انعامونه ورکول د هغوی د کارونو د ستاینې او منلو په معنا دي.
عصمت شاهجهان
عصمت شاهجهان د کرک ده، د خدايي خدمتګارو له کورنۍ ده او په هالینډ کې یې لوړې زده کړې دي. نوموړې له لسیزو راهیسې یې د سیاسي فعالې په توګه هلې ځلې کړې دي او د طبقاتي جوړښتونو پر ضد مبارزه کوي. نوموړې د پاکستان د سیاسي او اقتصادي نظام منتقده ده او هغه نظریه او مفکوره تر پوښتنې لاندې راولي چې د پاکستان ټولنیز - سیاسي - اقتصادي نظام جوړوي او ورته دوام بښي.
د مارچ اتمه د پدر سالاره، طبقاتي او ملي یا قامي زبېښاک او تېري پر ضد زموږ د هڅو د بیا تازه کولو او بیا تاییدولو معنا لري. موږ د دې سیمې ښځې باید زموږ په سیمه کې د پانګواکې جګړې، مذهبي فاشېزم، دولتي جبر او په پاکستان کې د پوځي حاکمیت او غلبې پر ضد هم جدوجهد او مبارزه وکړو.
ډاکتره بېګم جان
د زړورې ښځې جایزه ګټونکې ډاکتره بېګم جان د وزیرستان ده او د قبایلي ښځو د خیر ښېګڼې اداره چلوي.
قبایلي ښځې له غرونو لرګي او په سرونو اوبه راوړي، له کړاوه ډک ژوند یې تېر کړی دی نو که همت وکړي، په نړۍ کې به تر ټولو مخکې شي.
ډاکتره فرحت تاج
ډاکتره فرحت تاج د کواټ د ځنګل خېلو ده. د (ټولنپوهنې په قانون) کې دکتورا لري. ډاکتره تاج څېړونکې، د پوهنتون استاده او سیاسي فعاله ده. د ((طالبان او ضد طالبان)) او ((ریښتینې پښتنې پوښتنې یا مسلې)) پر موضوع یې دوه انګرېزي څېړنیز، اکاډمیک کتابونه لیکلي او د ګڼو څېړنیزو او رسنیزو لیکنو لیکواله ده. نوموړې په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې د سختدریځۍ او ترهګرۍ د مفکورې او چارو پر موضوع پراخه مطالعه کړې او اکثر یې انتقادي لیکونه کړي.
د ښځو نړیواله ورځ، د ښځو په ژوند کې د مساوي موقعو علامت دی. دا ورځ ټولو باشعوره او روڼ اندو سړیو او ښځو ته د هغو ټولو ټولنیزو – سیاسي، ټولنیزو – دیني او ټولنیزو – کلتوري جوړښتونو او عملونو پر وړاندې درېدا او مبارزه وریادوي چې د جنس پر اساس توپیر پالي او ښځو ته د نورو په څېر برابره موقع نه ورکوي.
شاوانه شاه
په پېښور کې د حوا لور په نوم د تنظیم مشره ده. د کار په بدل کې ورته د امریکا محمد علي مرکز انعام ورکړی.
وخت راغلی چې ښځې خپلواکه شي او ورته د کار موقعې ورکړل شي.
معراج همایون
د صوابۍ معراج همایون د قامي وطن ګوند غړې او د تعلیم مبارزه ده چې ورته د پاکستان صدارتي جایزه ورکړل شوې.
یوازې یو څو ښځې په ټولنه کې بدلون نشي راوستای، د ټولو ښځو غږ (ږغ) پورته کول ضروري دي.
افشان اپریدۍ
د کواټ د ادم خېل درې اپریدۍ د پښتونخوا د معذوره ښځو د ټولنې یا فورم مشره ده. د کار په بدل کې ورته حکومت یوه ملکي او د هنرمند په نوم بله جایزه ورکړل شوې.
ښځې دې ځانونه کمې نه ګڼي او نړۍ ته دې د خپل کار له لارې، خپل ځواک وښيي.

Designed by Pangea Design

©2017 Radio Free Europe/Radio Liberty

XS
SM
MD
LG