د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايا د لارو په تړلو سره د ترهګرو پېښو مخنيوی کېدای شي؟


پر ډېورنډ کرښه د وسله والو د تګ راتګ خبره د دواړه هېوادونو ترمينځ له شته ستونزو څخه يوه ده.

د پاکستان حکومت د تورخم او چمن لارې د سېشنبې په ورځ د دوه ورځو لپاره خلاصې کړې دي.

پر ډېورنډ کرښه د وسله والو د تګ راتګ موضوع د دواړه هېوادونو ترمينځ له شته ستونزو څخه يوه ده.

که څه هم اسلام اباد په وار وار پر کرښه د اغزن تار يا ديوال وهلو وړانديزونه کړي خو کابل تل دغسې يو وړانديز رد کړی.

خو له څه مودې راهيسې داسې ليدل شوي چې کله هم د اسلام اباد او کابل ترمينځ اړيکې کړکېچنې شوي نو پاکستان د تورخم او چمن لارو بندولو اقدام کړی.

د لارو تړل ګټه نه رسوي بلکې دغسې يو اقدام د افغانستان مشکلات زياتوي او د هغو پاکستانيانو ستونزي هم زياتوي چې د کرښې دواړه غاړو ته ژوند کوي. جنرال(ر) طلعت مسعود

اسلام اباد د فرورۍ پر شپاړسمه په سېون شريف کې پر مزار تر وسله وال بريد وروسته د تورخم او چمن لاره و تړله.

اسلام اباد دريځ خپل کړ چې لارې يې د “امنيتي اندېښنو” پر اساس تړلې دي.

د پاکستان پخوانی سفارتکار اياز وزير وايي، د ترهګرۍ مخنيوي د لارو په تړلو نه کېږي.

ده وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ يوازي د تورخم او چمن لاره نه ده بلکې پر ډېورنډ کرښه شاوخوا ۲۶۰ لارې دي نو يا خو به دده په وينا ټوله پوله په مکمله توګه تړل کېږي او که نه نو يوازي په دغو لارو تړلو سره ستونزه نه هوارېږي.

اياز وزير زياتوي، د ترهګري د سړک له لاري تګ راتګ نه کوي او نه هم پاسپورټ استعمالوي.

د تورخم او چمن لارو تړل کېدو له کبله د دواړه هېوادونو ترمينځ دوه اړخيزه او دغه شان افغان ټرانزټ تجارت ته هم زيات زيان رسېدلی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ يوازي د تورخم او چمن لاره نه ده بلکې پر ډېورنډ کرښه شاوخوا ۲۶۰ لارې دي نو يا خو به ټوله پوله په مکمله توګه تړل کېږي او که نه نو يوازي په دغو لارو تړلو سره ستونزه نه هوارېږي. اياز وزير

د پاکستاني پوځ پخوانی چارواکی لېفټينېنټ جنرال طلعت مسعود وايي، د لارو تړل ګټه نه رسوي بلکې دغسې يو اقدام د افغانستان مشکلات زياتوي او د هغو پاکستانيانو ستونزي هم زياتوي چې د کرښې دواړه غاړو ته ژوند کوي.

نوموړی زياتوي چې د لارو له تړل کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمينځ تاوتريخوالی زيات شي چې ورسره وار له مخه کمه همکاري نوره هم کمه شي چې ورڅخه ترهګر تنظيمونه په بشپړه توګه ګټه پورته کوي.

له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستان د ډېورنډ کرښې د منظمولو خبره په شدت سره کوي او په دې لړ کې يې ځینې اقدامات هم کړي دي.

خو د کابل پوهنتون د سیاسي علومو څانګې ښوونکی نصرالله ستانکزی وايي، بايد د کرښې دواړو غاړو ته د مېشت ولسونو سياسي، تعليمي، کلتوري او اقتصادي معيار لوړ کړل شي چې دا رنګه په دې سيمه کې د سخدرېځۍ او ترهګرۍ مخه په خپله خلک ډب کړي.

دی زياتوي، تاريخ ښيي چې دغه پوله خلکو پخپله ساتلې ده، سياست او د پوځ استعمال پوله نه شي کنټرولولای.

XS
SM
MD
LG