د پوځ د عامه اړيکو ادارې آی اېس پي آر په وينا کېپټن جنېد او سپاهي امجد نن د سېشنبې په سهار د صوابۍ په ملک اباد سيمه کې د پوځي عملياتو پر مهال د وسله والو په ډزو ووژل شول.
بيان زياتوي چې د عملياتو پر مهال پنځه وسله وال هم وژل شوي دي.په پاکستان کې له وروستيو خونړيو بريدونو وروسته پوځ په ټول هېواد کې د وسله والو په ضد د ردالفساد په نامه نوي عمليات پېل کړي دي.
تحريک طالبان پاکستان مشال راډيو ته په لېږل شوي برېښنا ليک کې د دوو پوځيانو د وژلو مسوليت منلی دی.