د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات د یو سیلاني خبرې


د مشال راډیويي مجله
د مشال راډیويي مجله

د مجلې په دې ګڼه کې مو د سوات دیو لیکوال، کتاب خپرونکي او سیلاني فضل ربي راهي سره د هغه په ژوند او کار خبرې کړي دي.

ښاغلی راهي اوس مهال په برتانیه کې ژوند کوي خو دلته په اروپا کې یې هم خپلې ادبي او ژورنالیستیکې هڅې نه دي پرېښي. نوموړی د سفر کولو او سفرنامو لیکلو سره زیاته علاقه لري او وايي:

« د نړۍ د لیدلو ارمان لرم، یو شمېر اروپايي او عربي هیوادونه مې کتلي او سفرنامې مې یې هم لیکلې دي، دامریکې، کاناډا او اسټریلیا لیدل مې ارمان دی.»

لیکوال فضل ربي راهي
لیکوال فضل ربي راهي

فضل ربي راهي د سوات یوې ورځپاڼې ته کالم هم لیکي چې پکې زیاتره وخت د ده د سفرونو حال احوال خوندي وي، ترڅنګ یې د شعیب سنز په نوم په سوات کې د کتابونو د خپراوي او خرڅلاو یو مرکز هم لري.

نوموړی چې په تېرو ورځو کې پراګ ته راغلی و نو موږ ورسره د مشال راډیويي مجلې لپاره خبرې کړې دي.

د سوات د یو سیلاني خبرې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG