د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو ځورونې پر مسله د خيبر پښتونخوا يو پلاوی لاهور ته تللی


د خيبر پښتونخوا حکومت او دغلته اپوزيشن، عوامي نيشنل ګوند يو پلاوی پنجاب کې د پښتنو د ځورونو د رپورټونو تر راتګ وروسته هلته ورغلی دی.

دوی به د پنجاب صوبايي حکومت چارواکو، سياستوالو، ځايي پښتنو مشرانو او مزدورانو سره ويني.

د عوامي نېشنل ګوند يو مشر، ميا افتخارحسېن نن(د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې ترهګري د کوم نسل يا قوم سره تړل نه دي پکار او بايد د شرخوښو پر ضد بې توپيره کاروايي وشي.

د پنجاب قانون وزير رانا ثناالله تېره اونۍ مشال ريډيو ته ويلي وو چې پوليسو يوازې پښتانه هدف نه دي ګرځولي او پر هر چا چې شک وي، د هغوی پر ضد بې توپيره ګامونه اخيستل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG