د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم او چمن لارې قانوني اسنادو لرونکو ته دوه ورځو لپاره خلاصې شوې


د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د مارچ په ۷ او ۸ نېټه هغو افغانانو ته د تورخم او چمن لارې خلاصې دي چې پاکستان ته په وېزو تللي او بېرته غواړي خپل وطن ته ستانه شي.

د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت پرون (دوشنبه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د تګ راتګ لارې به د هغو پاکستانيانو لپاره هم پرانيستې وي چې په وېزو افغانستان ته تللي او بېرته پاکستان ته تلل غواړي. د خبر پاڼې تر مخه د پاکستاني وزيراعظم دبهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز نن دا پرېکړه اسلام اباد کې افغان سفير عمر زاخېلوال ته په ټيليفوني خبرو کې اورولې ده.

په همدې حال کې ډاکتر عمر زاخېلوال هم پرون پر خپله فیس بوک پاڼه د دې خبرې پخلی کړی دی او زياته کړې يې ده چې د لارو عادي خلاصولو په اړه خبرې روانې دي. نوموړي زياته کړې: ((د پاکستان حکومت سره د تورخم او سپین بولدک د مزو د عادي بیرته خلاصیدو په اړوند لا تر اوسه کومې مثبتې نتیجی ته نه یوو رسیدلي خو په سه شنبه او چارشنبه به لارې قانوني اسنادو لرونکو ته پرانيستې وي.))

پاکستان نيزدي شل ورځې مخکې افغانستان سره خپلې لارې وتړلې. دوی ويل چې له افغان خاورې وسله وال ورځي او دا کار يې د امنيت لپاره کړی دی. خو افغان چارواکي وايي دا ادعا بې بنياده ده او دوی پخپله دهغه طالبانو د بريدونو قرباني دي چې مشران يې د پاکستان له خاورې د ترهګرۍ پلانونه جوړوي.

په همدې حال کې تورخم لارې پرانيستلو ته منتظره اکثره افغانان په لواړګي کې دي. دوی له ځايي خلکو مننه کړې چې د پښتنې عزيزولۍ په اساس يې ورسره مرسته کړې خو له حکومته يې غوښتې چې زر تر زره دا لار په پوره ډول خلاصه کړي.

د تورخم ور پر ۱۸مه ورځ هم تړلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

XS
SM
MD
LG