د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتمر: نړۍ دې د ترهګرۍ ختمولو لپاره افغان ځواکونه پیاوړي کړي


د افغانستان ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د هند دفاعي څېړنو انسټیټوټ نولسم امنیتي کنفرانس په خپله وینا کې وویل د نړۍ له ۹۸ ترهګرو ډلو څخه شل یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې فعالیت کوي. نوموړي زیاته کړه،افغان ځواکونه ژمن دي او نه پرېږدي دغه ترهګریز ګروپونه په افغانستان او سیمه کې خپلو هدفونو ته ورسېږي او له همدې امله یې تر سخت نظامي فشار لاندې نیولي دي.

امنیتي کنفرانس ته په وینا کې اتمر دا هم وویل، چې افغان دولت د هندپه ګډون د نړۍ له هېڅ یوه هېواده د عسکري مرستو غوښتنه نه ده کړې، بلکې غوښتنه یې دا ده، چې د ترهګرو پروړاندې د جګړې او مبارزې په ډګر کې د افغان ځواکونو د وړتیاوو لوړولو او پیاوړيکولو په موخه د هندپه ګډون د سیمې نور هېوادونه خپلې مرستې زیاتې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې روانه جګړه کورنۍ نه ده، بلکې افغان ځواکونه د سیمې او نړۍ په استازیتوب له نړیوالو ترهګرو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي.

اتمر د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل چې ترهګریز فعالیتونه له اسلامي ارشاداتو سره هېڅ ډول تړاو نه لری، بلکې تروریستي بریدونو او فعالیتونو تر ټول زیاته قرباني له مسلمانانو اخېستي.

نوموړي وویل " له ترهګریزو او افراطي افکارو او نظریاتو سره د اسلام د سپېڅلي دين، عقایدو او ارشاداتو تړل په اخلاقي او سیاسي لحاظ مناسب کار نه دی او نه هم دا کار عملاً شونی دی."

اتمر همدارنګه ټینګار وکړ، چې د ترهګرو لوی پټنځایونه د افغانستان له پولو څخه بهر په پاکستان کې شتون لري او پاکستان ته په کار ده، د سیمې او په خپله د پاکستان د سولې او ثبات لپاره دغه ترهګریز مرکزونه له منځه یوسي.

د افغانستان ملي امنیت سلاکار په وینا پاکستان په دوه اړخیزو او څو اړخیزو نړیوالو ناستو کې د دغو پټنځایونو د له منځه وړلو ژمنه کړې. نوموړي زیاته کړه "زموږ غوښتنه یو ځل بیا دا ده چې ترهګر ښه او بد نه لري، بېګناه وګړي په نښه کوي، ټول بد دي چې باید له منځه ولاړ شي."

ټاکل شوي ښاغلی اتمر د خپل درې ورځني سفر په لړ کې په هغه هېواد کې، له خپل هندي سیال ډاکټر اجیت کومار دووال او نورو امنیتي او سیاسي منسوبینو سره دوه اړخیزې ناستې وکړي. په دې ناستو کې به د ترهګرۍ ضد مبارزې او او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او امنیتي اړیکو پر پراختیا خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG