د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر فاټا د وفاقي کابینې پرېکړه په سپریم کورټ کې ننګوو'


فاټا لویې جرګې (فاټا ګرانډ الاینس) د وفاقي حکومت لخوا د قبایلي سیمو اصلاحات رد کړي دي او وايي چې دا به په سپریم کورټ کې چېلنجوي ځکه چې په دې کې له قبایلي ولسه پوښتنه نه ده شوې، د دوی په وینا د دوو کروړو قبایلو د راتلونکې فیصله د سرتاج عزیز کمېټۍ او یوڅو د پارلېمان غړي نه شي کولائ.

د اتوار په ورځ په پېښور کې د قبایلي ملکانانو او مشرانو جرګې ته خپله وینا کې د یاد الائنس مشر ملک خان مرجان وویل باید چې حکومت دوی ته جلا صوبه یا د ګلګت بلتستان په رنګ کونسل ورکړي.

نن له مشال راډیو سره په خبرو کې ملک خان مرجان وویل چې دوی په سپریم کورټ کې د دې اصلاحاتو پرضد درخواست جمع کړی او دوی به په اسلام اباد کې له محمودخان اڅکزي او مولانا فضل رحمان سره هم ویني.

ملک خان مرجان وویل دا اصلاحات په سپریم کورټ کې چېلنجوي او د سرتاج عزیز کمېټۍ قبایلو لا د وړاندې رد کړې ده. نوموړي وویل د هغه سفارشات یې په اسلام اباد کې نا منظوره کړي دي، قبایل له دوی ښه خبر دي، چې دوی په تیارو کې حکم کوي.

هغه زیاته کړه چې د فاټا یو پارلېماني غړی په ۵۰۰۰ ووټونو اسمبلۍ ته تللی دی، دا دوه درې غړي چې په ۱۵۰۰۰ زره ووټونو جوړ شوي دي،دوی ته د دوو کروړو قبایلو د راتلونکې فیصلې کولو حق نه شي ورکولی.

ملک خان مرجان وویل، باید چې قبایلي سیمې جلا صوبه یا کونسل وګرځول شي چې د سیمې ولس خپله قانون سازي او پریکړې په خپله وکړای شي.

یاده دې وې چې پر فاټا دوې رایې دي یوه ډله غواړي چې قبایلي سیمې دې له خیبر پښتونخوا سره ونښلول شي او بله ډله بیا د جلا صوبې غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG