د لاسرسي ځای

تازه خبر

څه باندې ۴۰۰ افغانان پر تورخم د اوښتو په انتظار


د خیبر ایجنسې په لواړګي کې د یوې اندازې مطابق څه باندې څلور سوه افغان وګړي له تېرو اتلسو ورځو راهیسې په دې تمه په سخت کړېدلي حالت کې په جماتونو او سرایونو کې دېره دي چې د تورخم دروازې له خلاصېدو سره سم خپل وطن ته واوړي.

د مشال راډيو خبریال وايي په دوی کې ځېنو ناروغو افغان وګړو ته ته د اوښتو اجازه ورکړل شوې ده.

تېره ورځ په اسلام آباد کې افغان سفیر عمر زاخېلوال ویلي ول که په راروانو څو ورځو کې د پاکستان له خوا تړل شوې لارې خلاصې نه کړل شوې نو دوی به خپل ایسار وګړي په الوتکو کې افغانستان ته بوځي.

یاده دې وي چې د فبرورۍ په شپاړسمه نېټه د سیند صوبې په سېوڼ کې د لال شهباز قلندر پر مزار تر ځانمرګي برید وروسته پاکستان سمدستي د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي چې دغه ګام یې پر تورخم دروازه د وسله والو د تګ راتګ مخنیوي لپاره پورته کړی دی.

بل پلو د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس غلام حیدر فقیرزي د دوشنبې (ګل ورځ) مشال راډيو ته وویل، هغه ۱۷۲ تنه افغانان چې له تېرو دوه هفتو راهيسې له پېښوره تر تورخم پورې د لارې په اوږدو کې بند پاتې ول پاکستاني چارواکوتېره شپه په تورخم دروازه هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکړه .فقیرزی وايي چې په دوی کې ښځې، ماشومان، سپینږيري او ناروغان شامل ول.

غلام حیدر فقیرزی وايي چې له دوی نه علاوه، هم تېره شپه څلوېښت تنه هغه افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدو جوازه نه لري او د پوليسو له خوا نيول شوي وو،د تورخم له لارې ډيپورټ کړي دي.

XS
SM
MD
LG