د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې د وسله والو برید پنځه پاکستاني عسکر وژلي


پاکستاني چارواکي وايي، د مومندو په تحصیل بایزو کې په یوه وسله وال برید کې یې پنځه پوځي عسکر وژل شوي دي خو زیاتوي چېپه ځوابي کاروايي کې یې ۱۰ وسله وال هم وژلي دي.

د مومندو پوځي سرچینو په وینا چې دغه برید بېګا د شپې ناوخته د ډیورنډ کرښې هغې غاړې وسله والوکړی دی چې هدف یې د بایزو تحصیل ګوراپړۍ عسکري پوسته وه.

د پاکستان پوځ عامه خبرتیا ادارې (ای اېس پي ار) د برید او دواړو غاړو ته د اوښتو تلفاتو پخلی کړی دی. د برید پړه تحریک طالبان پاکستان (جماعت الاحرار) ډلې منلې ده.

XS
SM
MD
LG