د لاسرسي ځای

تازه خبر

دیني عالمان: افغانستان کې جنګ ديني نه بلکې استخباراتي لوبه ده


د خوست یو شمېر دیني عالمان په افغانستان کې روانه جګړه یوه سیاسي او استخباراتي جګړه بولي او زیاتوي چې د علماوو په ګډون دې افغانان د امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي. دوی دا خبرې په هغو مراسمو کې وکړې چې په خوست کې د ۲۰۳ تندر قول اردو اولې پلې لوا ته د شایسته لواء د نوم ورکولو په خاطر جوړ شوي ول.

په خوست کې د مجاهدینو شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه د بهرنیانو سیاسي او استخباراتي لوبه وبلله. مولوي سردار ځدراڼ زیاته کړه: ((د افغانستان اوسنۍ جنګ یوه سیاسي لوبه ده. افغانستان دارالحرب نه دی، دارالاسلام دی. دلته اسلامي نظام دی. د افغانستان ټول ولسونه د خپل نظام ملاتړ کوي.))

یو بل دیني عالم مولوي محمدسلیم منصور وويل افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري د هر افغان دنده ده. منصور زياته کړه: ((زموږ هېواد اسلامي هېواد دی او د دې اسلامي هېواد ساتنه د افغانستان پر هر مسلمان فرض ده. زموږ امنیتي ځواکونه د وطن دفاع کوي او د وطن دفاع پر دوی فرض ده. پر موږ هم لازمه ده چې هر وخت يې همکاری ته چمتو واوسو. هغه ډلې چې دلته جګړه کوي دوی د جهاد په نوم راپورته شوي دي خو په دې جګړه کې بې ګناه مسلمانان وژل کیږي. دا کومه اسلامي بڼه نه لري.))

خلک بايد د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي ځکه چې افغانستان کې روانه جګړه هيڅ ديني بڼه نه لري

بل لور ته د خوست د ملي اردو د اولې شایسته لواء قوماندان جنرال ناصر هدایت وايي، چې وسلوال د پسرلینو بریدونو پلان لري، خو دوی هم د دا ډول بریدونو د شنډولو لپاره تيار دي. جنرال هدایت وویل: ((په هره سیمه کې چې ګواښ وي، موږ هلته ځو او دښمن له منځه وړو. هغوی ته هيڅکله اجازه نه ورکوو چې په خوست ولایت کې نا امني پيدا کړي.))

څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي هم په خوست کې د ملي اردو سرتیرو او افسرانو سره د لیدنې پر مهال ویلي وو چې افغان ځواکونه د ژمي په دې شپو ورځو کې د نوي جنګي فصل لپاره په تیاریو بوخت دي. هغه زياته کړې وه چې راتلونکو څلورو کلونو په موده کې به په افغان هوايي ځواک کې د اړتیا وړ نوې جنګي او ترانسپورټي الوتکې شاملې شي.

XS
SM
MD
LG