د لاسرسي ځای

د شام لويدلې الوتکې پايلټ زخمي حالت کې موندل شوی


د ترکي سرکاري خبري اژانس وايي د شام د هغې جنګي الوتکې پایلټ یې ژوبل موندلی دي چې د ترکیې له پولې سره نيزدې راغورځېدلې وه.

دا پایلټ د ترکيې په هتای صوبه کې موندل شوی دي چې د این ټي وي ټیليویژن د رپورټ ترمخه د درملنې لپاره د ترکیې یوه روغتون ته وړل شوی دی.

د مارچ په څلورمه نېټه د ترکیې وزیراعظم بنعلي يیلدرم د هغه هېواد یوه ټیلي ویژن ته ویلي وو چې د شام جنګي الوتکه د حادثي ښکار شوې او پایلټ یا پایلټانو له الوتکې ټوپ کړې دي. له دې وروسته د شام حکومت هم دا تایید کړه چې له خپلې یوې جنګې الوتکې سره یې رابطه پرې شوې ده.

د الوتکې د ویشتلو زمه واري وسله والې ډلې احرار الشام منلې ده.

XS
SM
MD
LG