د لاسرسي ځای

تازه خبر

"رواج ايکټ د ايف، سي، آر بل نوم دی"


د قبایلي سیمو زده کونکو سازمان (فاټا سټوډنټس فیډریشن) د فاټا اصلاحاتو منظوريدو هرکلی کړی خو وايي چې په رواج ايکټ کې ابهام موجود دی. دا سازمان وايي د حکومت اعلان کړي بدلونونه ښه دي خو د پوليټيکل ايجنټ واک همغسې ډېر پاتې دی.

د قبايلي سيمو زده کونکو سازمان پرون پيښور کې تر يوې غونډې وروسته وويل چې دوی غوښتل ايف، سي، آر قانون ختم شي خو داسې ونه شول. د دې تنظيم مشر، عیسی خان اورکزي مشال راډيو ته وويل چې رواج ايکټ د ايف، سي، آر دوهم نوم دی. نوموړي زياته کړه: ((موږ ځکه مطمين نه يو چې د ايف، سي، آر يوازې نوم بدل شوی دی. پر موږ به بيا هم پوليټيکل ايجنټ حکومت کوي. موږ به اوس د ايف، سي، آر په شان رواج ايکټ خلاف هم خپل غږ پورته کوو. قرار نه کښېنو.))

د پاکستان وفاقې کابینې د زيارت په ورځ “په اصولي توګه” د قبایلي سیمو اصلاحاتو منظوري ورکړې وه چې ورسره سم به دغه سیمې د پینځو کلونو په موده کې، له ټولو خواو سره د مشاورت په نتیجه کې د پاکستان په آییني او قانوني چوکاټ کې شاملې شي.

د ايف، سي، آر يوازې نوم بدل شو. موږ يې بيا هم پوليټيکل ايجنټ ته پرېښودو

د پرونۍ غونډې يو ګډونوال، خالد احمد داوړ مشال ريډيو ته وويل چې رواح ايکټ ځکه ښه نه دی چې قبايلي سيمې وار دمخه غلطو رواجونو خرابې کړې دي. نوموړی زياتوي: ((د قبايلي سيمو وروسته پاتې کېدو ډېرې وجې ده. يوه لويه وجه يې د سلګونو کلونو راهيسې غلط رواجونه دي چې په عملي کېدو سره يې زموږ ځايونه له پرمختګه پاتې دي.))

د تېرې پنجشنبې په ورځ په دې اړه د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ د شوې غونډي جزيات د بهرنيو چارو سلاکار او فاټا اصلاحاتي کمېټۍ مشر سرتاج عزيز خبريالانو ته ورکړل. هغه وويل چې ايف سي آر ختم کړل شوی دی: ((تر ايني اقدام وروسته به د فاټا خلکو ته حق ورکړل شي چې د ۲۰۱۸ مېلادي کال ټولټاکنو پر مهال د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره خپل استازي غوره کړي، اېف سي ار به ختم شي او پرځای به يې رواج ايکټ نافذه شي چې له مخې به يې يو کس د خپل جرم په خپله ذمه واره وي.))

عزيز زياته کړه چې د اپرېل تر دېرشمې نېټې به د فاټا ټول بې کوره کړل شوي خلک ستنول کېږي او د دې ترڅنګ د ۲۰۱۸ کال تر ټولټاکنو وروسته په قبايلي سيمو کې بلدياتي انتخابات ترسره کېږي.

جګړا: پر فاټا ډېری رایه له خیبر پښتونخوا سره ګډون وو

جګړا: پر فاټا ډېری رایه له خیبر پښتونخوا سره ګډون وو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:44 0:00

XS
SM
MD
LG