د لاسرسي ځای

بلاول بټو: د پوځي عدالتونو مخالفت کوو


د پپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري

د شنبې په ورځ په ترسره شوې غونډه کې د ملک درې لویو ګوندونو لکه مسلم ليګ (ن) ، پاکستان تحريک انصاف او متحده قومي موومنټ برخه نه وه اخیستې.

اسلام اباد: د پاکستان پيپلز ګوند له اړخه د پاکستان پر یو شمېر اوسنیو مهمو مسلو د ټولو ګوندونو غوڼده په اسلام اباد کې وشوه.

د شنبې په ورځ په ترسره شوې غونډه کې د ملک درې لویو ګوندونو لکه مسلم ليګ (ن) ، پاکستان تحريک انصاف او متحده قومي موومنټ برخه نه وه اخیستې.

د دې ټول ګوندیزې غونډې لويه موضوع د پوځي عدالتونو د مودې غځولو په اړه اندېښنې له ټولو سياسي ګوندونو سره شريکول او بيا د قانون سازۍ لپاره د دوي رای اخستل وو.

د دې تر څنګ په غونډه کې په قبايلي سیمو کې پر اصلاحاتو، قامي اېکشن پلان او د پنجاب ترڅنګ په سيند صوبه کې د پښتنو د ځورول کېدو پر موضوع هم خبرې اترې وشوې.

تر یاده غونډه وروسته د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري وويل چې دوي د پوځي عدالتونو ملاتړي نه دي.

خو د هغه په وینا ، که چېري ضروري وه نو د قانون پوهانو په مرسته به يوه داسې مسوده جوړوي چې ټولو سياسي ګوندونو ته د منلو وړ وي.

بلاول بټو په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په اړه وویل ، د پيپلز ګوند دريځ دا دی چې ژر تر ژره که قبايلي سيمې د خېبرپښتونخوا برخه ونه ګرځول شي نو دا د فاټا له ولس سره دوکه ده.

په ملک کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د جوړ شوي قامي اېکشن پلان په اړه هغه وویل ، په ټول ګوندیزه غونډه کې په دې اړه خبرې وشوې او دا ېې د حکومت ناکامي وګرځوله چې پر ياد پلان يې تر اوسه په سمه توګه عمل ونه کړای شو.

په پنجاب او سیند کې د پښتنو ځورول کېدو رامنځ ته شوو پېښو ته په اشاره بلاول بټو وویل ، د نسلي تعصب نه صرف غندنه کوو بلکې کوشش به مو وي چې په راتلونکي کې داسې ونه شي.

د عوامي نېشنل ګوند مخکښ افراسياب خټک مشال ريډيو ته وويل چې دوي په دې غونډه کې د قبايلي اصلاحاتو او د پښتنو د ځورولو په اړه له اصف علي زرداري سره خبرې وکړې او ټولو ګوندونو د پنجاب سره سره په سيند صوبه کې د پښتنو د ځورولو غندنه وکړه.

د نوموړي په وينا چې دوي د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې د شاملېدو په حق کې دي خو لا هم په اصلاحاتو کې يو شمېر شکونه موجود دي کوم چې باید مرکزي حکومت لرې کړي.

افراسياب خټک وويل چې په ترهګرۍ کې تر ټولو زياتې قربانۍ پښتنو ورکړې دي خو نن هم هغوي د ترهګرو په نوم ځورول کېږي.

هغه زیاته کړه چې د دې پرضد ټول سياسي ګوندونه يوه خله دي چې مرکزي حکومت ، د پنجاب او سيند حکومتونه دې د دې مخنيوی وکړي.

په دې ټول ګوندیزه غونډه کې له قبايلي سيمو د پارلمان د استازو مشر او د قومي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل افريدي هم ګډون کړی وو.

نوموړي مشال راډیو ته وویل ، د پوځي عدالتونو لپاره چې کوم قانون قومي اسمبلۍ يا سينيټ ته وړاندې کېږي نو له هغه سره سم دې د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا د ګډولو لپاره قانون هم وړاندې کړل شي.

د روان ۲۰۱۷م کال د فبرورۍ پر ۲۸مه د قومي اسمبلۍ د سپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ کې د پوځي عدالتونو د مودې غځولو په اړه د پارلماني ګوندونو غونډه شوې وه چې پکې پاکستان پيپلز ګوند ګډون نه وو کړی.

د پپلز ګوند مشرانو ويلي وو چې تر ټول ګونديزې غونډې وروستو به دوي په دې اړه کومه پرېکړه کوي.

په پاکستان کې د پوځي عدالتونو جوړېدو او فعالیت کولو ته له هغه وروسته د دوو کالو اجازه ورکړل شوې وه چې د ۲۰۱۶م کال د ډسمبر پر ۱۶مه په پېښور کې پر ارمي پپلک سکول خونړۍ وسله وال برید شوی وو.

په هغه برید کې شاوخوا ۱۶۰ کسان وژل شوي وو چې زیاتره پکې د یاد سکول کم عمره زده کوونکي وو.

د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ کې د جوړ شوو پوځي عدالتونو دوه کلنه موده د روان ۲۰۱۷م کال د جنورۍ پر ۷مه نېټه پای ته ورسېده.

د حکومتي او پوځي مشرتابه تر څنګ د ځینې سیاسي ګوندونو مشران هم غواړي چې پوځي عدالتونو ته یو ځل بیا د فعالیت اجازه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG