د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې د فاټا ضم کېدو انتظامي لارې چارې څه دي؟


د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ودانۍ
د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ودانۍ

د پاکستان د وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار او د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ مشر سرتاج عزيز د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته د فاټا اصلاحاتو په اړه هغه ۲۴ نکتې بيان کړې چې وفاقي کابينې يې منظوري ورکړه. په دې تر ټولو مهمه يې قبايلي سيمې د پنځو کلونو په موده کې، له ټولو خواو سره د مشاورت په نتیجه کې د پاکستان په اییني او قانوني چوکاټ کې داخلول دي.

د خېبر پښتونخوا پخوانی انتظامي چارواکی حبيب الله خان وايي چې د اصلاحاتي پروسې په ترڅ کې به د فاټا اووه اېجنسۍ د خېبر پښتونخوا اووه ضلعې يا ولسوالۍګرځول کېږي. نوموړی زياتوي، که وروسته په انتظامي توګه اړتيا وليدل شول نو نورې ضلعې به جوړول کېږي. نوموړی وايي، کله چې سوات په خېبر پښتونخوا کې ضم شو نو يوه ضلعه وه خو بيا وروسته درې ضلعې (بونېر، شانګله او سوات) ورڅخه جوړې شوې، او همدارنګه دير يوه ضلعه چې بيا وروسته بر دير او کوز دير ورڅخه جوړ شول.

حبيب الله خان زياتوي چې د انتظامي چارو په لړ کې له خېبر پښتونخوا سره د فاټا د بېلا بېلو محکمو يا ادارو يو ځای کول هم ستونزمن کار نه دی او په اسانۍ سره به تر سره شي. د هغه په خبره د فاټا محکمې اوس هم شتون لري او چارواکي او نور کارکوونکي ورته د خېبر پښتونخوا له سېکريټرېټ څخه ورځي. نوموړی وايي، که نورو ګمارنو ته اړتيا وه نو د خالي بستونو يا چوکيو له اعلانولو وروسته به نور خلک هم وګمارل شي.

په فاټا اصلاحاتو کې يوه بله مهمه نکته دا ده چې د فاټا خلکو ته به حق ورکړل شي چې د ۲۰۱۸م کال ټاکنو پر مهال د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ لپاره خپل استازي غوره کړي. دا چې دې سيمو ته به څومره صوبايي چوکۍ ورکول کېږي، حبيب الله خان وايي، د انتخاباتو لپاره انتخاباتي حلقې يا حوزې په کار وي او پر دې عمل د درو مياشتو راهيسې کار روان دی چې ډېر ژر به پای ته ورسيږي.

په داسې حال کې چې قبايلي سيمې د پاکستان د نورو صوبو په پرتله د بنيادي جوړښت په حواله ډېرې شاته پاتې دي، د دې سيمو د پرمختګ او اقتصادي ودې په خاطر به په قامي مالياتي پنګه کې درې سلنه برخه ورکول کېږي تر څو دا سيمې ته د نورو صوبو په شان پرمخ يووړل شي.

د پاکستان وفاقي کابينې د فاټا اصلاحاتو په ترڅ کې د ۱۹۰۱م کال راهيسې پر فاټا د تپل شوي قانون اېف سي ار يا فرنټېر کرايمز رېګولېشن د له منځه وړلو او د هغه پر ځای د رواج اېکټ په نامه د نوي قانون پلي کولو منظوري ورکړه. خو پر دې سربېره به د پاکستان سپريم کورټ او د پېښور های کورټ د کار دايره دې سيمو ته غځول کېږي.

XS
SM
MD
LG