د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار مدني فعالان: پاکستان دې د تورخم دروازه پرانېزي


په ننګرهار کېد مدني ټولنو په لسګونو غړي د شنبې په ورځ د ولایتي شورا مخې ته د يوه لاريون په تر سره کولو سره په شورا او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو په استازو نیوکه کوله چې د ډیورنډ په کرښه د پاکستاني ځواکونو د ملېشو د تونديزو بریدونو په بندېدو او د تورخم د لارې په خلاصېدو چوپ پاتې دي.

په ننګرهار کې د بېلا بېلو مدني ټولنوپه لسګونو غړي د ولایتي شورا مخې ورټول شوي ول او د ننګرهار په سرحدي ولسواليو يې د پاکستاني ځواکونو د توغونديزو بریدونو د بندېدو او د تورخم د لارې د خلاصېدو غوښتنه يې کوله. لارکوونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول.

مدني فعال نوراغا ځواک وویل،پاکستان نه شي کولای چې د توغونديزو بريدونو په تر سره کولو سره د دوی احساسات کمزوري کړي.

(( موږ او تاسو ګورو چې هره ورځ زموږ په لسګونو توغوندي زموږ په پاکې خاورې د دښمن له لوري توغول کيږي، خو متاسفانه موږ او تاسو يې يوازې سیال ته ناست يوو. موږ د پاکستان په حکومت دا غږ کوو چې که تاسو چېرته په دې فکر کې یاستئ چې په دغسې شومو اهدافو به زموږ احساسات ضعیفه کړئ، نو دا ستاسو اشتباه ده.))

مدني فعال عبدالرحمن معاون د ولایتي شورا او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پر استازو نیوکه کوله چې د پاکستاني ځواکونو د توغونديزو بريدونو او تورخم د لارې په خلاصېدو کې چوپه خوله دي.


(( ولایتي شورا ته موږ رایه ورکړې وه، دا زموږ نماینده ګان وو. د مشرانو جرګې رييس د ننګرهار دی، د ولسي جرګې لومړی مرستیال د ننګرهار دی، ټولو ته موږ احترام لرو، خو لاکين په دې ګيله راغلي یوو چې يو هم زموږ په درد دوا نه شول.))



بلخوا د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر وویل، د پاکستاني ځواکونو د بریدونو د بندېدو او د تورخم د لارې د خلاصېدو په اړه ولایتي ادارې او مرکزي دولت سره هم خبرې کړي دي.

((د ولایتي شورا رييس احمد علي حضرت د کونړ، لغمان او نورستان له رييسانو سره مرکز ته ولاړل او دا مسله يې د اجراییه ريس سره شريکه کړه، د دفاع له وزارت سره يې خبرې کړې، له نورو امنیتي ادارو سره يې هم خبرې کړي او موږ هم اوه تنه وکيلان مرکز ته ولاړو او مشاور وزير داود ګلزار سره کیناستو او ورته مو وویل چې دغه موضوع جمهور رييس ته وړاندې کړه چې ولسونه نور دا بنديزونه نه شي زغملای، هر څنګه چې وي د تورخم لاره دې خلاصه کړي.))

لاريون کوونکي د ولایتي شورا له دروازې څخه تر پښتونستان واټ پورې لاړل او په افغان دولتیې غږ وکړ چې له پاکستان سره سياسي ستونزې د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي، کنه دوی به په ننګرهار کې په پراخه لاريونونو لاس پورې کړي.

XS
SM
MD
LG