د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران او روس د کروز توغندیو په اخیستو خبرې کوي


د امریکا د استخباراتو د یوه راپور له مخې، ایران له روس څخه د کروز توغندیو د اخیستو لپاره په خبرو بوخت دی او ښایي نورې وسلې هم وروسته تر دې له روسیې څخه وپلوري چې په دوه زره شلم کال کې پر دغه هیواد د وسلو اخیستو د بندیزو موده پوره شي.

د امریکا د استخباراتو ادارې تیره میاشت دا راپور ورکړ او د جمعې پر ورځ بلومبرګ خبرې سرچینې ترلاسه کړ.

په دې راپور کې ویل شوې دي چې ایران ممکن نوې جنګي بیړۍ، اوبتلونه او د توغندیو ضد توغندي د بندیزونو له پای ته رسیدو وروسته واخلي.

له ایران سره په ۲۰۱۵م کال کې د نړۍ لوې قدرتونو اټومي تړون لاسلیک کړي وو.

د دې تړون له مخې پر دغه هیواد لګیدلي بندیزونه لرې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG