د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند استازی معلم میرولي له یو بریده ژوندی ووت


د کندهار نقشه
د کندهار نقشه

د دغه ولایت د امنیه قوندانۍ ویاند ضیا دراني له مشال راډيو سره په خبرو کې د یادې پېښې پخلی وکړ او ویې ویل چې پر معلم میرولي وسله واله حمله جنایې اړخ لري.

کندهار: د افغانستان د کندهار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په کارته معلمینو سېمه کې د شنبې په ورځ شاوخوا ۱۱ بجې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو پر استازي معلم میرولي وسله واله برید شوی دی.

د دغه ولایت د امنیه قوندانۍ ویاند ضیا دراني له مشال راډيو سره په خبرو کې د یادې پېښې پخلی وکړ او ویې ویل چې پر معلم میرولي وسله واله حمله جنایې اړخ لري.

نوموړي وویل چې د پېښې پلټنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی.

په سېمه کې د مشال راډيو خبریال د یو شمېر روغتیایې سرچینو په حواله وایې چې معلم میرولي په دې وسله واله حمله کې ټپي شوی او د کندهار میرویس روغتون ته انتقال شوی دی.

روغتیایي سرچینې وایي د معلم میرولي روغتیایې حالت د ډاډ وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په کابل کې د معلم میرولي پر کور په ځانمرګي او وسله‌‌ واله حمله کې اته تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي وو.

د دې برید زمه واري لا د دې رپوټ تر خپرېدو چا نده منلې.

XS
SM
MD
LG