د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په پولیسو کې یو شمېر بدلونونه شوي


صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

"دا بدلونونه د دې لپاره راوستل شوي چې په بېلابېلو ځايونو کې د پوليسو په چارو کې ښه والى راشي، خصوصاً په هغو ولايتونو کې چې دا تغييرات راغلي دي."

کابل: د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي مشال راډيو ته وويل چې دغه اقدام د دې لپاره شوى چې د پوليسو اړوندې چارې اغېزناکې شي.

صديق صديقي وویل "دا بدلونونه د دې لپاره راوستل شوي چې په بېلابېلو ځايونو کې د پوليسو په چارو کې ښه والى راشي، خصوصاً په هغو ولايتونو کې چې دا تغييرات راغلي دي."

د ٦٠٦ انصار زون قوماندان پاسوال حسن شاه فروغ د کابل د امنيه قوماندان، د کابل امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي د ننګرهار د امنيه قوماندان، مل پاسوال سيد ګل اقا روحاني چې مخکې د ننګرهار امنيه قوماندان و، د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د سرحدي پوليسو د قوماندان په توګه ګمارل شوى دى.

د کابل د امنيه قوماندانۍ محافظتي مرستيال مل پاسوال محمد سالم الماس د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي تحقيقاتو د رئيس په توګه ټاکل شوى دى.

دغه راز د نورستان امنيه قوماندان، مل پاسوال اکرام الدين سريع د بغلان د امنيه قوماندان او د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال محى الدين سروري د نورستان د امنيه قوماندان په توګه اعلان شوى دى.

مل پاسوال توريالى عبدياني بيا د پکتيا د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى دى.

XS
SM
MD
LG