د لاسرسي ځای

د افغانستان د لغمان ولایت چارواکي وایي چې د دغه ولایت په یو شمېر کلیو کې د الماس ۳۹ په نوم د امنیني او دفاعي ځواکونو له لوري د دولت په مخالفینو هوایي او ځمکني عملیات پیل شوي چې تر دې مهاله په بېلابېلو سیمو کې ۱۸ وسله وال وژل شوي او لس تنه یې ټپیان شوي هم دي.

د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل:

د دولت د مخالفو وسله والو پر ضد دغه عملیات تېره شپه پیل شوي چې لا هم دوام لري.

سرحدي ځواک امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو وایي چې د دولت په مخالفو وژل شویو وسله والو کې د سنګري په ګډون نهه تنه سرګروپان هم شامل دي.
دی وایي چې په عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دولت وسله والو مخالفینو د عملیاتو په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG