د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا کې رواج قانون؟


د زیارت ورځ د پاکستان وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ د کابینې غونډې قبایلي سیمې په قامي بهیر کې شاملولو لپاره د اصلاحاتو منظوري ورکړه چې وايي تر پنځو کالو پورې به دا عمل سر ته ورسول شي.

د وزیراعظم نوازشریف د بهرنیو چارو سلاکار او د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ مشر سرتاج عزیز وویل چې په قبایلي سیمو کې د نورو اصلاحاتو ترڅنګ ایف سي ار به ختمولې شي او د هغې پر ځايي به نوې قانون رواج ایکټ نافذېږي او د پاکستان ولسمشر تر لاسلیک وروستو به رواج په باقاعده توګه قانون وګرځي.

رواج ایکټ یا قانون څه ته وايي مشال راډیو چې په دې اړه د قبایلي سیمو د وکیلانو د ټولګي یو غړي وکیل اعجاز مومند نه وپوښتل نو هغه وویل:

(دا کوم اصلاحات چې دي په دې کې دوی ویلي دي چې موږ د قبایلو جرګه او رواج ژوندی ساتل غواړو هغه په دې شکل کې چې اوس موجوده چې کومه جرګه ده دا د اسټنټ پولیټېکل ایجنټ چې قبایل ورته ډپټي وايي د دغه ډپټي په لاس کې ده، نو حکومت وايي چې دغه جرګه موږ ختمول غواړو او دا موږ په اصلي حالت کې راوستل غواړو لکه د بېلګې په توګه چې هلته کوم عدالتي نظام ورکوي او هلته چې کوم جج به کېښني هغې ته به قاضي وايي هو هغه به د سېشن جج برابر وي نو هغه به د جرګې د فېصلو ټول واک لري او که په دغه جرګه کې د یوې ډلې اعتراض راشي نو هغوي هاي کورټ ته تللې شي نو اصل کې رواج ایکټ دې ته وايي.)

کله چې مشال راډیو په دې اړه د قبایلي مشرانو نه وپوښتل چې تاسو په دې قانون څه وايينهنو د کرمې ایجنسئ ملک سعیدالله وویل چې دوی هیله لري چې وفاقي حکومت به قبایلو ته یو داسې قانون ورکړي چې د بشري حقونو پر ضد نه وي.

نوموړي زیاته کړه:

(اوس چې حکومت دا کوم رواج ایکټ نافذوي نو په دې کې به له قبایلو مشورې اخستل کېږي او که په دې کې چرته کوم غلظه خبره مخې ته راغله تو څنګ چې دوی د ایف سي ار پر ضد جنګېدلي نو هم دا رنګ به د رواج ایکټ یا قانون پر ضد اواز پورته کوي.)

هم دا رنګ چې مشال راډیو له شمالي وزیرستانه د قسمت خان وزیر نه د رواج ایکټ په بابله وپوښتل نو د هغه وینا وه چې تر دې دمه دوی ته نه ده مالومه چې حکومت کوم رواج ایکټ په دوی نافذوي:

(تراوسه پورې د حکومت لخوا د رواج تعریف مخې ته نه دې راغلی چې رواج ایکټ به څه وي. نو که حکومت زموږ په روایاتو یا رواج باندې چلیږي نو په هغې کې ډېرې ښې خبرې هم دي خو ځنې رواجونه پکې ډېر خراب دي لکه زموږ په رواج کې د زنانوو د حقونو بیخي خیال نه ساتل کېږي نو قبایل تر دې دمه نه دي خبرچې رواج ایکټ به څه څیز وي چې آیا دا به زموږ د مشرانو رواج وي او که نه حکومت خپل یو قانون جوړ کړی خو په قبایلو کې اوس دا بدګماني جوړه شوې چې رواج ایکټ دا د ایف سي ار دویم نوم دی.)

د وزیراعظم نوازشریف د سلاکار سرتاج عزیز وینا وه چې د جمعې په ورځ به دغه رواج ایکټ یا قانون د صدر ممنون حسېن ته د لاس لیک لپاره وړاندې کولې شي.

XS
SM
MD
LG