د لاسرسي ځای

مولانا فضل الرحمان: نواز شریف پر فاټا اصلاحاتو دوکه کړم


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف او مولانا فضل الرحمن

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف او مولانا فضل الرحمن

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه د پاکستان کابینې پرېکړه رد کړې ده.

نوموړي تېر مازیګر په ډېره اسماعیل خان کې خبري غونډې ته وویل، وزیراعظم په اصلاحاتو کې د ده دریځ په نه شاملولو له ده سره دوکه کړې ده.

مولانا فضل الرحمان وویل چې د فاټا اصلاحاتو کمېټۍ د قبایلي ولس جرګې پر کړیو فیصلو عمل نه دی کړی او حکومت ورسره دوکه کړې ده.

نوموړي وویل، احتجاج به کوي، ځکه، د ده خبره چې یو حکومت د قبایلي ولس د ګټو خیال نه شي ساتلی هغوی به د کشمیریانو څه خیال وساتي.

مولانا فضل الرحمان خبري غونډې ته ویلي وفاقي حکومت وسره دا خبره منلې وه چې د قبایلي سیمو د مستقبل د آییني حیثیت فیصله به پنځه کاله وروسته د پراخ مشاورت له لارې کوي.خو هغه وویل چې د فاټا ولس او دی دواړه دوکه کړل شول.

هغه وویل چې حکومت ورته ویلي ول چې ستاسو تحفظات او غوښتنې منل شوي دي خو هغسې و نه شول، مولانا فضل الرحمان د دې دوکې ذمه واري پر وزیر اعظم نواز شریف واچوله.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG