د لاسرسي ځای

تازه خبر

شامي ځواکونو د پالمېرا تاریخي ښار ونیول


مسکو وايي، شامي ځواکونو، له اسلامي دولت ډلې څخه د پالمېرا تاریخي ښار بیا نیولی دی.

روسیو خبري اژانسونو ویلي، د دفاع وزیر سېرګې شویګو د پنجشنبې په مازیګر ولسمشر ولادمیر پوتین ته وویل چې شامي ولسمشر بشارالاسد ته وفادارو پوځیانو د روسیو ځواکونو په مرسته د ښار د پاتې شویو لرغونو اثارو واک بیا تر لاسه کړی دی.

د اسلامي دولت ډلې وسله والو د ۲۰۱۵ز کال په مې کې ښار نیولی وو او سمدستي یې هلته د لرغونو اثارو ړنګول پیل کړي ول.

د تېر کال په مارچ کې د روسیې هوايي ځواک په مرسته، شامي حکومتي ځواکونو د ښار واک تر لاسه کړ خو په ډېسېمبر کې د اسلامي دولت ډلې سیمه بیا ونیوله.

ویل کېږي چې د پالمېرا ډېری لرغوني اثار، مجسمې او ودانۍ د اسلامي دولت ډلې وسله والو ورانې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG