د لاسرسي ځای

امریکا وايي،په یمن کې ۲۰ هوایي بریدونه کړي


د امریکا دفاع وزارت وايي، د هغه هېواد ځواکونو په یمن کې یې له القاعدې سره پر تړلو وسله والو له ۲۰ زیات ((دقیق بریدونه کړي دي)).

دا په جنورۍ کې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ دندې تر پیل وروسته، په یمن کې د امریکا دویمه لویه پوځي کارروايي ده.

پېنټاګان وايي، په د پنجشبې ورځې په بریدونو کې، په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې ډلې د څانګې وسله وال، وسلې، سامانونه او انفراسټرکچر په نښه کړل شوی دی. خو د دفاع وزارت دا نه دي ویلي چې دا څه ډول بریدونه ول، البته یمني امنیتي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي، دا حملې جېټ او بې پیلوټه الوتکو کړې دي.

د پېنټاګان ویاند جېف ډېوېس وايي، دا حملې د ((یمن له حکومت سره یو ځای او له ولسمشر [عبدالربو منصور هادي] سره په همغږۍ)) شوې دي.

XS
SM
MD
LG