د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، راتلونکې اوونۍ به د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو نېټه اعلان کړي.
نجیب الله احمدزي بېګا له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د رڼو او عادلانه انتخاباتو هڅه کوي.
ده زیاته کړه چې د رایې ورکونې مراکز به له شخصي کورونو عام المنفعه ځایونو ته انتقالوي چې خلک په اسانۍ ورشي.
د انتخاباتو کمېسیون وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۷۵۰۰ د رایې ورکونې مراکز دي.