د لاسرسي ځای

تازه خبر

 پر فاټا اصلاحاتو د سیاسي ګوندونو غبرګون


د پاکستان ملتپاله ګوندونه وايي د قبايلي سیمو اصلاحاتو په اړه د کابينې اعلان او فيصلې مبهمې بللې او دوی يې اندېښمن کړي دي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولې خان د قبايلي سيمو اصلاحاتو منظوري وروسته مشال راډيو ته وويل چې په دي کې ابهام دي او ترمشاورت وروسته به غبرګون ښيي.

د نوموړي په خبره کابینې پرېکړه کړې چې د قبایلي سیمو اصلاحات به په پینځو کلونو کې عملي کړي او ورسره یې راتلونکې کال د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبایلو استازیو ته د څوکیو ورکولو خبره هم کړې چې دا ابهام پیدا کوي.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شيرپاو له اسفنديار ولي خان سره هم نظره دی او زياتوي چې د وفاقې کابيني پرېکړو اندېښمن کړی دی. د نوموړي به خبره پکار ده چې نېغه د له خیبر پښتونخوا سره د ورګډېدو خبره یې کړې وی. اوس دوی د پنځو کالو خبره کوي، چې د هغې خو هډو موږ ته د لارنقشې پته نه شته.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عمثان کاکړ وويل چې د قبايلو اصلاحاتو په اړه د کابينې پرېکړه له پښتنو سره دښمني ده.

“ موږ د پنجاب واکمنې ډلې او ایسټېبلیشمېنټ او د دوی سیاسي او حکومتي قیادت لخوا څخه فاټا دښمنه فیصله نه منو. پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ولس دغه پښتون دښمنه عمل په کلکو ټکیو غندي.”

زیارت/پنجشبه ورځ د کابینې تر غونډې وروسته، د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د پینځو کلونو په موده کې به قبایلي سیمې د پاکستان په اییني او قانوني چوکاټ کې داخلوي، اېف سي ار ختموي او پر ځای یې رواج ایکټ نافذوي او په قبایلي سیمو کې به بلدیاتي انتخابات هم کوي.

خو د ايف سي ار قانون پرځای رواج ايکټ راوړل په حه معنا دی. وکيل اعجاز مومند يې ځوابوي.

“رواج او جرګه چې کومه ده، هغه به قایمه وي، هلته چې تر څو عدالتي نظام برابرېږي، هلته چې کوم جج کېني د هغه اختیارات به د سېشن جج برابر وي، او د جرګې عملداري به د پولیټیکل ایجنټ پرځای له سېشن جج سره وي. او که یو څوک د دغه جرګې پر فیصلو نیوکې یا اعتراض لري نو هغوی های کورټ او سپریم کورټ ته تللی شي.”

عوامی نيشنل او قامي وطن ګوندونو قبایلي سيمې په خيبر پښتونخوا کې د شاملولو حمايت او غوښتنه کړې وه، خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعيت علما اسلام ف ويلي وو چې قبايلي سيمو راتلونکې آئیني قانوني حثيت فيصله بايد هغو سيمو ولس وکړي.

XS
SM
MD
LG