د لاسرسي ځای

په بنو کې انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، په جانيخېلو کې د وسله والو په برید کې دوه سرتېري وژل شوي دي.

چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د پنجشبنې په مازیګر په جانيخېلو کې وسله والو د پوځیانو پر یوه ګاډي برید وکړ.

امنیتي چارواکي وايي، په ځوابي ډزو کې یې پینځه وسله وال وژلي دي. تحریک طالبان پاکستان وايي، د مجلس عسکري په نوم د دوی یوې ملګرې ډلې دا حمله کړې ده.

XS
SM
MD
LG