د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر افغان خاوره دې د پاکستان راکټي بریدونه بند شي


د پنجشنبې په ورځ د خوست سلګونو اوسیدونکو د یوې غونډې او وروسته د یو سوله ییز لاریون له لارې د پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د افغانستان پر سرحدي سیمو کې دې پر ملکي وګړو راکټي حملې ودروي.

دوی د افغانستان او پاکستان د ګډو ترانزیټي لارو تړل کیدل او په پاکستان کې د افغاني کډوالو ځورونه د نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله او ويې غوښتل چې یاد هېواد دې په افغانستان کې له څرګندو او پټو لاسوهنو هم لاس واخلي.

د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد محمدي تر لایون وړاندې په جوړه شوې غونډه کې وویل:

((لر او بر پښتانه ټول سره وروڼه دي، هغه مهاجر چې هلته بې عزته کیږي یا ټکول کیږي موږ پرې سخت خفه کیږو. د دې مزایلو له ویشتلو يې زموږ ویشتل مطلب ندي، بلکې مطلب يې دادی چې دوی به هم د دې په مقابل کې مزایل راوشړي او هلته به د پښتنو په کورونو کې ولګیږي، نو موږ مزایل لرو، خو نه يې توغوو، ځکه هلته پښتانه پرې لګیږي او پنجاب ته نه رسیږي، د لارو د تړلو څخه يې هدف دادی چې لر او بر پښتانه سره بیل کړي.))

د لاریون یو تن ګډونوال هم خپل نظر داسې څرګندوي:

((موږ د پاکستان لخوا راکټي بریدونه نه منو، موږ د لويې لارو بندول نه منو، د افغانستان په چارو کې د پاکستان پټ او څرګنده مداخله نه منو، کچیرې دوی بیا هم هڅه کوي موږ به يې په مخکې لکه سپر ودریږو.))

د غونډې ګډونوالو وروسته د خوست له ملي لوبغالي څخه د ښار د عدالت تر څلور لارې لایون وکړ، او په پای کې د مدني فعال نصیر احمد روښان لخوا د لاریون اوه ماده ییز پریکړه لیک ولوستل شو.

د پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي ول:

((د افغانستان په یو شمیر سرحدي سیمو لکه ننګرهار او کنړ کې پر ملکي افغانانو د پاکستاني پوځیانو راکټي حملي نه یوازې، د دوی اسلامي او بشري ضد هویت په ډاګه کوي، بلکې د نړۍ د ټولو منل شویو موازینو ضد هغه عمل دی، چې که بند يې نکړي د ټول افغان مومن او مجاهد ولس له ځوابي برید سره به مخامخ شي.))

په پرېکړه کې زیاته شوې وه، چې د نړۍ هیڅ بشري قانون پاکستان ته اجازه نه درکوي، چې په هغه هېواد کې میشت ملکي افغانان په یو او بل نوم وځوروي، نو پاکستاني واکمن دې دا ډول عملونه بند کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال وړمه ورځ په خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي وو، چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځ يې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سرتاج عزیز سره د تړل شویو لارو په اړه په جدیت بحث کړی دی.

د ده په وینا سره له‎ دې چې د پاکستان لوري د دغو لارو د نسبي پرانېستلو په اړه ژمنې کړې وې، خو لا هم ډېری خلک د پولو دواړو غاړو ته د بندو دروازو یو او بل لوري ته ایسار دي، د پاکستان په سند او لاهور کې د وروستیو خونړیو چاودنو وروسته د پاکستان چارواکو له افغانستان سره ټولې سرحدي لارې وتړلې.

XS
SM
MD
LG