د لاسرسي ځای

په قبایلي سیمو کې تر یوه اوږده ځنډ وروسته د وسله والو پروړاندې د امریکا ډرون برید ترسره کېږي.

د امریکا بې پیلوټه الوتکو د پاکستان په کورمه کې پر یو موټر سایکل برید کړی دی چې د مالوماتو له مخې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

يو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، پر موټرسایکل سپاره د افغانستان پر لور روان دغه کسان د سړه خو په سیمه کې نن د زیارت په ورځ شاوخوا یوه نیمه په نښه کړل شول.

چارواکي وویل، په دې برید کې وژل شوي کسان قاري عبدالله او بل قاري شاکر نومېږي او وسله وال دي، خو دا یې و نه ویل چې له کومې ډلې سره یې تعلق لرلو.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG