د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له ناټو سره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ


Tillerson Tells Lavrov To Honor Ukraine Commitments video grab
Tillerson Tells Lavrov To Honor Ukraine Commitments video grab

د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن یو وار بیا له ناټو سره د امریکا پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

رېکس ټېلرسن دا خبره د چارشنبې په ورځ په یو یو بیان کې کړې ده.

هغه ویلي، ”د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره له ټولو هغو تګلارو او سازمانونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي چې د امریکا امنیت خوندي کوي.

د رېکس ټېلرسن په وینا، په دې کې قوي ناټو هم شامله ده چېري چې اتحادیان خپلې زمه وارۍ پوره کوي.

نوموړي دا هم ویلي چې امریکا به له خپلو اتحادیانو سره په همکارۍ د هغو هیوادونو د مخنیوي لپاره کار وکړي چې خپل ګاونډیان ګواښي او یا په خپله سیمه کې ناکراري جوړوي.

رېکس ټېلرسن دا خبره له هغه یوه ورځ وروسته کړې ده چې ولسمشر ډونلډ ترمپ کانګریس ته وویل ، په ناټو کې شامل اتحادیان په دې پیل کوي چې د پوځي لګښتونو په اړه خپل مالي مسوولیتونه سر ته ورسوي.

رېکس ټېلرسن زیاته کړې ده چې د امریکا بهرنۍ تګلاره باید خامخا د ازادۍ، جمهوریت او کرارۍ په اړه د دې هېواد اقدار پر مخ یوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG