د لاسرسي ځای

غني: د ښځو پرمختګونو پروړاندې شته خنډونه باید لیرې شي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي،د ښځو د پرمختګونو پر وړاندې شته خنډونه باید لیرې شي

ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د چارشنبې په ماښام په ارګ کې د افغان ښځو شبکې له یو شمېر غړیو سره د کېدو کتو پر مهال وکړې.

هغه وویل، په ټولو ملي پروګرامونو کې به د ښځو هر اړخیزې ودې ته پام وشي او د پرمختګ په ټولو شوراګانو کې باید د ښځو او نارینه و نقش برابر وي.

ولسمشر وویل، که څه هم افغانستان دا مهال دوه سوه ښځينه قاضیانې لري خو د ده په وینا، په ټول هېواد کې په عدلي او قضایي دفترونو کې باید د ښځو شمېر زیات شي.

XS
SM
MD
LG