د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ډورڼ برید شپږ وسله وال وژلي


د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، هلته په یو هوايي برید کې د طالبانو د یو سیمه ییز مشر په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي بېګا مشال راډیو ته وویل چې د بې پیلوټه الوتکې دا برید د چارشنبې د ورځې مازیګر مهال د لعلپوري ولسوالۍ په چکنور سیمې کې شوی دی.

نوموړی وايي په دې برید کې د وسله والو طالبانو د خراسان ډلې د يو مهم قومندان الياس په ګډون شپږ تنه ووژل شوي او يو ټپی شوی دی.

عطاالله خوږیاڼي زیاته کړه چې په دې برید کې د وسله والو یو مرکز او یو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

د سیمې ځینې اوسیدونکو په دې برید کې د څلور قومي مشرانو د وژل کیدو ادعا کړې خو چارواکو یې په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو له خوا هم په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG