د لاسرسي ځای

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي،د کابل د چارشنبې ورځې د دوو غبرګو بریدونو د وژل شوی شمېر ۲۲ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت د مطبوعاتو مسؤل محمد اسماعیل کاووسي نن د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په دغو بریدونو کې ۱۲۰ تنه ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي:"د تېرې ورځې په دوو بریدونو کې ۱۲۰ تنه ټپیان شوي او ۲۲ تنه شهیدان شوي دي."

د کابل د امنیه قومندانۍ چارواکي وايي چې د شپږمې امنیتې حوزې سره نېژدې لومړی درنه موټرې بمي چاودنه وشوه او وروسته څلور تنو برید کوونکو هڅه کوله په سیمه کې د ملي اردو د جلب و جذب یو مرکز او د پولیسو امنیتې حوزې ته ننوځي.

دویمه حمله د کابل ختیځ کې د ارزان قیمت په سیمه کې وشوه چېرې چې دوه برید کوونکي د ملي امنیت د یو مرکز له ساتونکو سره په نښته واوښتل.

په دې حمله کې یو تن وژل شوی او یو هم ټپي شوی. دوه حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG