د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف په مشرۍ وفاقي کابینه د فاټا اصلاحات څېړي


ټاکل شوې ده چې نن چارشنبه د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ د کابینې غونډه کې په فاټا اصلاحاتو مسله وڅېړل شي.

دا خبره د قبایلي سیمو ځینو سیاسي استازیو د چارشنبې سهار مشال راډیو ته وکړه.

دوی وویل ، په دې غونډه کې به په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو پر عمل خبرې وشي او د دوی په وینا، هیله من دي چې وزیراعظم به یې منظوري ورکړي.

دوی وویل، په ایجنډه کې ټاکل شوې چې ایف سي ار به په رواج ایکټ بدل کړل شي، تر ۲۰۱۸م کال وړاندې به بلدیاتي ټاکنې کېږي، د سپریم کورټ او های کورټ عملداري به فاټا ته غځول کېږي او په اېن ایف سي ایوارډ کې به فاټا ته برخه ټاکل کېږي.

دوی دا هم وویل چې د پنځو کلونو په اوږدو کې به د فاټا له ولس سره سلا کېږي چې جلا صوبه که له خیبر پښتونخوا سره یوځایکېدل غواړي. ځکه چې د فاټا ولس له خیبر پښتونخوا سره د ګډېدو او جلا صوبې پر مسله په دوو برخو وېشل شوی دی.

XS
SM
MD
LG