د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثناوالله: په پنجاب کې یوازې پښتانه نه په نښه کوو


رانا ثناوالله
رانا ثناوالله

رانا ثناوالله وويل، په تېر يو کال کې د پنجاب قانون نافذونکو ادارو د پنځلس لاکه کسانو د شناخت عمل ترسره کړی چې د ده په وينا ډېری یې پنجابيان ول.

د پنجاب قانون وزير ويلي، په صوبه کې د عملياتو پر مهال په مشخصه توګه پښتانه نه په نښه کېږي بلکې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره له نسلي، مذهبي او مسلکي توپيره پرته اقدامات کېږي.

دا په داسې حال کې ده، په تېرو دوو اوونیو کې په پنجاب کې مېشت پښتانه شکایت کوي چې پوليس یې نيسې او ځوروي.

عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او پر ټولنيزه مېډیا فعاله ګڼ پښتانه پنجاب حکومت تورنوي چې د پښتنو پرضد له نسلي امتيازه کار اخلي. تحريک انصاف هم پر پنجاب حکومت نيوکه کړې.

د پنجاب لاهور ښار پر مال روډ د فبرورۍ پر ديارلسمه تر شوي ځانمرګي بريد وروسته پوليسو عمليات پیل کړل چې پکې له حملې سره د تړاو په تور يې په لسګونه ځايونه تلاشي کړل.

عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او پر ټولنيزه مېډیا فعاله ګڼ شمې پښتانه پنجاب حکومت تورنوي چې د پښتنو پرضد له نسلي امتيازه کار اخلي.

پوليسو تور لګولی چې ځانمرګی بريدګر له افغانستانه ورغلی او د باجوړ له يوه اوسېدونکې سره ديره وو.

په عين حال کې پر ټولنيزه ميډیا يوه داسې پاڼه خپره شوه چې پکې د منډي بهاوالدين پوليسو حکم کړی چې پر افغانانو او پښتنو نظر دې نظر و ساتل شي.

د پاڼې له خپريدو سره سم داسې ويډيو ګاني هم خپرې شوې چې پکې پوليس پښتانه سپین ږیري، ځوانان او ماشومان په لارو کوڅو کې نیسي او په زوره يې ګاډو ته اچوي.

البته په خپلواکه توګه د دې ويډيوګانو د کره والي تصديق نه دی شوی.

دغو پيښو د پښتنو ملتپاله ګوندونه او تحريک انصاف په قهر کړل او هغوی د پنجاب پر حکومت تور ولګاوو چې يوازې پښتانه په نښه کوي چې د دوی په وينا دا يو ډول نسلي يا توکميزه توپیر دی.

خو د پنجاب قانون وزير رانا ثناوالله د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته په ځانګړې مرکه کې د ځان په سپناوي کې وويل چې دوی په مشخصه توګه پښتانه نه ځوروي بلکې عمليات د دې لپاره کېږي چې د خلکو رسمي شناخت وشي.

ده زياته کړه چې د منډي بهاوالدين د پوليسو له لوري پر ټولنيزه ميډیا خپره شوې پاڼه جعلي ده او د پنجاب د تاجرانو له خوا د پښتنو د رجسټرولو اقدام د هغوی شخصي دی.

په لاهور کې د فبرورۍ پر ديارلسمه شوي وسله وال بريد کې ديارلس کسان وژل شوي وو.(فايل فوټو)
په لاهور کې د فبرورۍ پر ديارلسمه شوي وسله وال بريد کې ديارلس کسان وژل شوي وو.(فايل فوټو)

په عملياتو کې د پښتنو په سیمو کې د کاروايانو د دليل ورکولو په لړ کې نوموړي وویل چې په تېر يوه کال کې په لاهور کې دوې حملې شوي.

د ده په وينا په ګلشن اقبال کې شوې حمله کې چې پکې تر سلو زياتې ښځې او ماشومان وژل شوی وو، د تورنو کسانو تعلق له مومند اېجنسۍ سره وو او بريدګر له افغانستانه ورغلی وو.

نوموړي زياته کړه په دې وروستيو کې د لاهور پر مال روډ بله حمله وشوه چې په څلروېښت ساعتونو کې مالومه شوه چې ځانمرګی بريدګر له افغانستان ورغلی او په لاهور کې د باجوړ له يوه کس سره مېشت وو.

د رانا ثناوالله په وينا په داسې حال کې د پوليسو او قانون نافذونکو ادارو ذمه واري جوړېږي چې دغه سيمې تلاشي کړي.

په تېر يو کال کې د پنجاب ترهګرۍضد ادارې ۲۵۰ مشکوکه وسله وال وژلي او ۱۰۰ يې نيولي دي. او په دغو ۳۵۰ کسانو کې دوه نيم سوه خو پنجابيان دي نو دا خبره غلطه ده چې پنجابی وسله وال نه نيول کېږي. رانا ثناوالله

نوموړي زياته کړه په تېر يو کال کې د پنجاب قانون نافذونکیو ادارو د پنځلس لاکه کسانو د شناخت عمل ترسره کړی چې د ده په وينا ډېری یې پنجابيان ول او ګڼ خلک يې تر تصديق وروسته خوشي کړي دي.

ده تور پورې کړ چې سياسي ګوندونه غواړي خلک له پنجابه و ويروي چې دارنګه ووټونه واخلي، ځکه چې د ده په وينا پېپلز پارټۍ په سیند او تحريک انصاف په خېبر پښتونخوا کې له دې خبرې سياسي ګټه پورته کوي.

د پنجاب ترهګرۍ ضد ادارې پر خپله وېب پاڼه د ريډ بک [سره کتاب] تر نوم لاندې د ۲۲ مطلوبه کسانو نومونه خپاره کړي دي چې له تحريک طالبان، لشکر جهنګوي او القاعده سره تړاو لري او پر دوی تور دی چې په مختلفو حملو کې يې لاس دی.

په دغو ۲۲ مطلوبه کسانو کې ۱۷ د پنجاب دي.

هم دې ته په پام سره مشال راډیو له رانا ثناوالله و پوښتل چې مطلوبه کسان د پنجاب دي، دغه شان د نا قانونه وسله والو ډلو لکه لشکر جهنګوي او سپاه صحابه مشران په پنجاب کې دي نو بيا ولي په عملياتو کې پښتانه په نښه کېږي.

پر تولنيزو رسنيو داسې ويډيو ګاني خپرې شوې چې پکې د پنجاب پوليس پښتانه سپین ږیري، ځوانان او ماشومان په لارو کوڅو کې نیسي او په زوره يې ګاډو ته اچوي.

د دې په ځواب کې هغه وويل چې په تېر يوه کال کې د ترهګرۍ ضد ادارې دوه نيم سوه مشکوکه وسله وال وژلي او سل يې نيولي دي.

نوموړي زياته کړه چې د پنجابيانو په سيمه کې هم د تلاشۍ عمليات کېږي او که بيا چرته پښتانه، عيسويان، شیيعه ګان او يا نور کسانوي د هغوی پرضد هم کېږي.

رانا ثناوالله د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعيد، جیش محمد او اهلسنت الجماعت پرضد د اقداماتو نه کولو په اړه وویل چې د پنجاب په تازه پېښو کې دغه ډلې هېڅ لاس نه لري.

XS
SM
MD
LG