د لاسرسي ځای

تازه خبر

زاخیلوال: له نواز شریف سره د لارې بندېدو په مسله غږېږم


په پاکستان کې د افغانستان سفير وايي چې د لارو بندېدو مسله به نن د چارشنبې په ورځ له وزير اعظم نواز شريف سره راپورته کوي.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخلیوال وايي، که نن د چارشنبې په ورځ هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ قانوني لارې خلاصې نه شي، نو دا مسله به د ایکو سازمان د مشرانو په غونډه کې د پاکستان له وزيراعظم سره راپورته کړي.

زاخیلوال پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي،تر دې مخکې یې څو ځلي د لارو بندېدو په هکله د پاکستان وزيراعظم د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره خبري کړې، خو د لاروپرانیستو د ژمنو سربیره د کرښې په دواړه خواو کې لا هم خلک ایسار پاتې دي.

حضرت عمر زاخیلوال وايي، که څه هم ورته یو واربیا د لارو پرانیستو ژمنه ورکړل شوې خو په اړه یې ډاډمن ځکه نه دی چې په دې برخه کې مخکې شوې ژمنې د پاکستاني چارواکو له خوا نه دي عملي شوې.

په اسلام اباد کې افغان سفیر د هغو خلکو ستونزې چې د لارې دواړو خواوو ته ایسار پاتې دي د فهم وړ بللي او د لارې د خلاصېدو په اړه یې د خپلو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

پاکستان دوه اونۍ وړاندې د سند صوبې په لال شهباز قلندرزیارت کې تر خونړۍ چاودنې وروسته له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې د هغه څه له کبله چې پاکستاني چارواکي یې امنیتې اندېښنې بولې تړلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG