د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رابطو او تجارت پر پراخولو د اقتصادي همکارۍ سازمان هوکړه


د سرمشريزي په پای کې يوه اعلاميه خپره شوه چې پکې د ترهګرۍ، سختدريځۍ او نشيي توکیو د مخنیوي په لړ کې پر ګډو همکاريو اتفاق شوی.

د اقتصادي همکارۍ سازمان سرمشريزه کې د غړيو هېوادونو ترمنځ د رابطو او تجارت پر زياتولو سلا شوې ده.

سرمشريزه د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې پای ته ورسېده.

په غونډه کې د لس هېوادونو مشرانو او چارواکيو ګډون وکړ.

د سرمشريزي په پای کې يوه اعلاميه خپره شوه چې پکې د ترهګرۍ، سخدريځۍ او نشيي توکو د مخنوي په لړ کې پر ګډو همکاريو اتفاق شوی.

دا به یوه ښه موقع وي که د پاکستان وزيراعظم د ده په وينا امر وکړي چې د تورخم او چمن تړل شوې لاري دې خلاصې کړل شي. زاخېلوال

په اعلاميه کې ويل شوي چې غړي هېوادونو به په خپل منځ کې رابطو او تجارت ته وده ورکوي.

غونډې ته د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د وينا پر مهال وويل، بايد د سازمان غړي هېوادنه د سړکونو ، اورګاډو او فضا له لارې په خپلو کې تګ راتګ پراخ کړي.

نوموړي زياته کړه چې د ټرانسپورټ او د پیاوړي بنسټيز جوړښت پرته پرمختګ ناممکنه دی.

د ترکي ولسمشر رجب طيب ار دغان غونډې ته وويل چې د سمه ايزي همکارۍ ښه کولو لپاره ترکيه خپل رول لوبوي او د پرمختګ لپاره د سمه يزو اړيکو پراخولو هڅې ضروري دي.

د سازمان غړي هېوادنه بايد د سړکونو، اورګاډو او فضا له لارې په خپلو کې تګ راتګ پراخ کړي. نوازشريف

اردغان زياته کړه چې د اقتصادي پرمختګ لپاره سيمې ته د امنيت ورپېښ خطر له منځه وړل اړين دی.

د ايران ولسمشر حسن روحاني بيا په خپله وينا کې وويل چې ترهګرې او تکفيري ډلې تر ټولو لوی خطر دي او د مخنیوي لپاره پکار ده د سيمې هېوادونه تماسونه او همکاري زياته کړي.

د افغانستان په استازیتوب د اسلام اباد لپاره افغان سفير عمر زاخېلوال غونډې ته د وينا پر مهال وویل دا به یوه ښه موقع وي که د پاکستان وزيراعظم د ده په وينا امر وکړي چې د تورخم او چمن تړل شوې لاري دې خلاصې کړل شي.

له سرمشريزي وروسته د پاکستان لومړي وزير نواز شريف خبرې غونډې وکړه او ویې ويل، غړيو هېوادونو هوډ څرګنډ کړی چې په خپلو کې به رابطې پیاوړې کوي.

دا د اقتصادي همکارۍ سازمان ديارلسمه غونډه وه چې پکې مشرانو او چارواکيو د سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانسپورټ، کرهڼې او سېلګرۍ پر موضوع خبرې وکړې.

پاکستان، ايران، ترکيه، کرغزستان، قازقستان، ترکمنستان، تاجکستان، ازبايجان،ازبکستان او افغانستان د اقتصادي همکارۍ سازمان غړي دي.

XS
SM
MD
LG