په افغانستان کې د دفاع وزارت د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چارواکي وايي، کاپیسا ولایت کې د سلو په شااوخوا کې وسلهوال وژل شوي دي.
د دې قول اردو ویاند شیرین فقیري مشال راډیو ته وویل، دا وسلهوال د تګاب او نجراب په ولسوالیو کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
ښاغلی فقیري وايي:
"د وسلهوالو ۱۰۰ تنه وژل شوي دي. په وژل شویو کې شپږ قوماندانان چې مهم مسؤلیتونهیې لرل هم شامل دي. ۶۰ تنهیې هم ټپيان شوي دي."
د فقیري په وینا په تګاب او نجراب کې د وسلهوالو د ځپلو عملیات یوه میاشت مخکې پیل شوي.
له سیمې څخه د مشال راډیو خبریال وايي چې وسلهوالو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نهده کړې.