د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ: داعش ته به ماتې ورکوم


د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کانګرېس ګډې غونډې ته د وينا پر مهال
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کانګرېس ګډې غونډې ته د وينا پر مهال

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره شپه (سېشنبه) ناوخته د امريکا کانګرېس ګډې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې امريکا به له خپلو متحدانو سره يو ځاى اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش ته ماتې ورکوي. نوموړي په خپله وينا کې داعش د غير قانوني وحشيانو يوه ډله وبلله چې مسلمانان، عيسويان او د ټولو مذاهبو او عقايدو نارينه، ښځې او کوچنيان‌ يې وژلي دي.

ټرمپ په امريکا او د نړۍ په نورو برخو کې ترهګرو بريدونو ته په اشاره، د مهاجرت په برخه کې پر نويو او شديدو اقداماتو ټينګار وکړ او وې ويل چې د دوی مکلفيت د امريکا د وګړو خدمت، ساتنه او دفاع ده. د نوموړي په وينا دوی له اسلام‌پالې سختدريځې ترهګرۍ څخه د خپل ملت د ساتنې لپاره د غښتلو اقداماتو په حال کې دي.

ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ دورې په اوله ورځ د امريکا داخلي امنيت ته په لومړيتوب ورکولو سره د کډوالۍ په اړه يو اجرايوي فرمان هم لاسليک کړ چې په امريکا کې دننه او له امريکا دباندې له ډېرو نيکو سره مخامخ شو. نوموړي د خپلې لوړې تر مراسمو وروسته په خپله دې وينا کې د نويو ګواښونو په غندلو، د يهودي ټولنو په وړاندې د ورانکارو هڅو او په کنساس ايالت کې د هغه وسله‌ وال بريد يادونه وکړه چې دوه هندي کډوال‌ يې په نښه کړل.

ډونلد ټرمپ د امريکاي پوځ د غښتلتيا، د اقتصاد او د امريکا د زېربنا د رغونې په باب هم څرګندونې وکړې او وې ويل:

"د نابودۍ په حال کې صنايع به بيا ژوندي شي. زموږ تجربه‌کار او اتل سرتېري به له هغو څارنو برخمن شي چې په شدت ورته اړتيا لري. زموږ اردو ته به منابع ورکړل شي چې د پوځ زړور جنګيالي يې وړ دي. له ‌منځه تللې زېربناوې به په نويو سړکونو، پلونو، تونلونو هوايي ډګرونو او د رېلګاډي د پټليو په جوړولو سره بدلې شي. د مخدره موادو پراختيا به کمه او ودرول شي. زموږ منځني هېر شوي ښارونه به د هيلې، خونديتوب او فرصت د ظهور شاهدان وي. تر دې ورهاخوا-موږ به د امريکا له ولس سره پر خپلو ژمنو عمل کوو."

ولسمشر ټرمپ تېر ميلادي کال د انتخاباتي کمپاين پر مهال د ناټو د پوځي تړون پر ظرفيت شک څرګند کړى و او يو منسوخ سازمان‌يې بللى و. خو د امريکا کانګرس ته په خپله وينا کې نوموړي له ناټو پوځي تړون څخه خپل قوي ملاتړ څرګند کړ.

ولسمشر ټرمپ دغه ‌راز زياته کړه چې کانګرس ته به بوديجه د تصويب لپاره ولېږي او له دې سره به د امريکا پوځ غښتلی شي.

ښاغلي ټرمپ خپله دې وينا کې په افغانستان کې د امريکا په تاريخ کې د دغه هېواد د اوږدې جګړې په باب څه ونه‌ويل.

تر دې مخکې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په افغانستان کې د څو زره کسيز ځواک د زياتېدو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي ټرمپ په خپله وينا کې د خپل انتخاباتي کمپاين شعار بيا تکرار کړ چې غواړي امريکا ته بېرته د هغې عظمت ورپه برخه کړي. دی وايي، د نړۍ ټول ملتونه که دوست وي يا دښمن، دا به درک کړي چې امريکا غښتلې وياړمنه او ستره ده

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG