د لاسرسي ځای

'مدرسو کې د جنګي طالبانو نه د افغان کډوالو بچیان دي'


د بلوچستان حکومت ویاند انوارالحق کاکړ ویلي دي چي د کورني چارو وزیر سرفرازبګټي بیان په سمه توګه نه دی ورکول شوی. ځکه هغه د صوبی په مدرسو کي د جنګي طالبانو نه بلکې د افغان کډوالو بچیانو د زدکړې خبره کړې وه.

له مشال راډيو سره په خبرو کې هغه وویل، سرفراز بګټي چې کومه خبره کړی دې له هغې ناسمه معنا اخېستل شوې ده ـ په دې کي هېڅ شک نشته چې له ۴۰ کلونو څخه افغان کډوال دلته اوسي د صوبې په ښوونځيو، پوهنځیو او مدرسو کې سبق وايي خو که یوڅوک دا له افغان طالبانو سره تړي نو دا بیا غلطي یا ناپوهي ده.

د

"البته ځینې داسې ځایونه دي چې هغه په حقیقت کې تربیتي ځایونه [روزنیز مرکزونه] دي او د مدرسې نوم یې پرې لیکلی وي. د دې زمه دار زه نه یم. دا خو د کورنیو چارو د وزیر خپلې مدرسې دي. د کورنيو چارو وزیر پوهېږي او خپلي مدرسی یې پوهېږي، زموژ پر خوا یې څله راپورې وهي."

بلوچستان کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي پر وروستیو څرګندونو په بلوچستان اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر او د جمعیت علماء اسلام پارلېماني مشر هم خواشني ښودلې.

له مشال راډيو سره په خبرو کې هغه وویل،بګټي صاحب ته نه دې پکار چې داسې خبرې وکړي. دی زیاتوي کله چې پخوانی پوځي صدر جنرال پرویز مشرف بلوچستان ته راغلی وو نو هغه هم داغه خبره کوله چې په مدرسو کې افغانان دي او ترهګر دي او دغه مدرسې له جمعیت علماء اسلام سره تعلق لري. دی وايي ګوند یې و مشرف ته ویلي ول چې په بلوچستان کې ۹۹ فیصده مدرسې له جمعیت علماء اسلام سره تعلق لري او که په دغه مدرسو کې تاسو دغه ډول خلک پیدا کړل چې تورن وي، موږ ته یې په باب راپور راکړئ خو هغوی تراوسه هېڅ راپور رانه کړ.

مولانا واسع زیاته کړه, "البته ځینې داسې ځایونه دي چې هغه په حقیقت کې تربیتي ځایونه [روزنیز مرکزونه] دي او د مدرسې نوم یې پرې لیکلی وي. د دې زمه دار زه نه یم. دا خو د کورنیو چارو د وزیر خپلې مدرسې دي. د کورنيو چارو وزیر پوهېږي او خپلي مدرسی یې پوهېږي، زموژ پر خوا یې څله راپورې وهي."

دیادوني وړده چې د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي د وایس آف امریکا له ډیوه راډيو سره په یوه مرکه کې ویلي ول چې د بلوچستان په مدرسو کي په زرګونه افغان طالبان دیني زدګړې کوي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG