د لاسرسي ځای

له داعش وسله والې ډلې څخه د غربي موصل ښار د نيولو لپاره جګړه کوونکي، له امريکايي ملاتړ برخمن، عراقي پوځيانو پر د جلې سيند يو مهم پل نيولی دي.

دا کار ښايي د حکومت تر کنټرول لاندې دجلې سيند شرقي غاړو ته د رسد لارې پرانيزي.

پوځي چارواکي وايي دغلته د داعش پر وړاندې د فرورۍ په ۱۹ تاريخ پيل شوو عملياتو ملاتړ لپاره ډېره مهمه ده چې د دې سيند شرقي او غربي غاړو ترمنځ ارتباط برقراره شي. د عراق پوځ په پرونۍ خبرپاڼه کې ويلي چې حکومتي ځواکونو د موصل يو پل نيول دی.

دا پر دجلې سيند له هغو پينځوو پلونو څخه دی چې خراب شوي، او د استعمال نه دي خو عراقي پوځ وايي دوی د يو پل جوړولو کوشش کوي.

عراقي ځواکونو د اکتوبر په مياشت کې له داعش څخه د هغوی د دغه قوي ښار د نيولو لپاره عمليات پيل کړې وو. دوی سره د امريکا هوايي حملو او کردي پيشمرګه ځواکونو تر څنګ د شيعه ملېشو ملاتړ هم شته دی.

XS
SM
MD
LG