د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم دروازه کړېدلی ولس هېڅ مخه نه لري


د تورخم وره پرانیستو په تمه ناست ولس
د تورخم وره پرانیستو په تمه ناست ولس

د خیبر امنیتي چارواکي وایي چې تورخم دروازه نن په دوشنبه پر یوولسمه ورځ هم په مکمله توګه د هرډول تګ راتګ پرمخ تړلې پرته ده، خو یوازې په لواړګي کې ایسار سخت ناورغه کسان به د ډاکټر تر کتنېپس پر تورخم دروازه افغانستان ته اړوي او چې کوم افغان وګړی په پېښور کې ایسار دي هغه دې لواړګي او تورخم ته له ورتلو ډډه وکړي.

دوی وایي چې د تورخم دروازې پرانیستو لا هم هېڅ امکان نه ترسترګو کېږي او چې کله یې د خلاصیدو امر وشي نو ولس ته یې اطلاع ورکړي.

د یوې اندازې له مخې د خیبر ایجنسې په لواړګي کې څه باندې درې سوه افغان وګړي په جماتونو او سرایونو کې دېره شوي دي چې زیاتره پکې ناروغه کسان، میرمنې او ماشومان هم دي او له سختو کړاوونو سره مخامخ دي.

په لواړګي کې یسار یو افغان وګړي مشال ریډيو ته وویل، ورور یې د علاج لپاره پېښور ته وړی وو او دی ترې بیرته افغانستان ته ستنېدل غواړي خو د پاسپورټ او ویزې باوجود اجازه نه ورکول کېږي او په لواړګي کې شپې سبا کوي. دلته نور یوشمېر افغان وګړي پراته دي او او له ډېرو کړاوونو سره مخامخ دي. د خوراک سم انتظام نشته، له زیاترو کسانو سره جېب خرڅ هم ختم شوی دی او د ډوډۍ اخېستو وس هم نه لري.

یوبل افغان وګړې نسیم وایي، کورودانه یې د اپرېشن لپاره وړې وه، پینځه لس ټانکې ورته لګېدلې دي خو اوس ګیر دی، دی وايي پوښتنه دې وشي او په تورخم دې د اوښتو اجازه ورکړل شي.

د تورخم دورازه د روانې میاشتې اوولسمې نېټېتړل شوې ده او د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې دغه دروازه یې د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د پرله پسې بریدونو رامنځ ته کېدو وروستو تړلې ده او موخه یې دا ده چې پر دغه دروازه د وسله والو د تګ راتګ مخه ونیسي او د نورو ممکنه بریدونو مخنیوی ووکړي.

بلخوا په خیبر ایجنسۍ کې د پاکستان پوځ یو بیان جاري کړی چې وايي، په راتلونکیو یوڅو میاشتو کې به د لا امنیت په موخه له افغانستان سره پر پوله په ځینو سیمو کې باړ یا خاردار تار لګوي.

بیا وايي د پروسږ کال ۲۰۱۶ له جون میاشتې راهیسې د پولو سمبالو بریالۍ تګلارې له مخې د وسلوالو مخه نیول شوې ده او داسې شواهد نه شته چېوسلوال دې د تورخم پردروازه پاکستان ته ورننوتي وي.

په بیان کې راغلي چې پر تورخم یې د دواړو غاړو قبایلو لپاره د راهدارۍ کارډ جوړولو پروژه هم په عارضي توګه ځنډولې ده.

XS
SM
MD
LG